د اپل کمپنۍ د ایفون د کارونکو نه بښنه وغوښته
د امریکا متحده ایالتونو د تکنالوژۍ شرکت اپل په قصدي ډول د ټیټو موډلونو ایفون ټیلیفونونو د کاري وړتیا د کمولو له امله بښنه وغوښته.
د امریکا متحده ایالتونو د تکنالوژۍ شرکت اپل په قصدي ډول د ټیټو موډلونو ایفون ټیلیفونونو د کاري وړتیا د کمولو له امله بښنه وغوښته.
د یادولو وړ ده چې اپل شرکت یو څه موده مخکې اعتراف کړی وو چې د ټیټو موډلونو ایفون ټيلیفونونو کاري وړتیا په قصدي ډول راټیټوي. دې مسلې د اپل شرکت پر خلاف سخت غبرګونونه پارولي وو.
دوه ورځې مخکې په امریکا کې یوې میرمنې د اپل شرکت پر خلاف په قصدي ډول د ټیټو موډلونو ایفون ټيلیفونونو د کاري وړتیا د راټیټولو په خاطر په محکمه کې اقامه د دعوا وکړه. نوموړې میرمنې د اپل کمپنۍ پر خلاف د ۲ تریلیون ډالرو غرامت ورکولو اقامه د دعوا کړې ده .
د اپل کمپنۍ تیره ورځ پدې اړه په رسمي توګه بښنه غوښته.
د اپل کمپنۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي « د ایفون د ټیلیفونونو د ځینو مشتریانو نه د چارچ او بطرۍ د ستونزو په اړه بعضو شکایتونه ترلاسه کوو. کیدای شي چې د مشتریانو نه بعضې داسې فکر وکړي چې چې د اپل کمپنۍ دوې د ناهیلۍ سره مخامخ کړي دي. ستاسې نه ډیره زیاته بښنه غواړو. د مسلې په اړه بعضې غلط فهمي ګانې رامنځته شوي دي. هر څه ژر به ستونزه تثبیت او وروسته به تاسې ته هر اړخیز معلومات درکړو. »
د ویلو ده چې د ایفون ټیلیفونونو ډیری کارکوونکې د نوو موډلونو د راوتو سره د ټیټو موډلونو د کاري وړتیا ضعیفیدو ادعا کوي. همداشان یوه څه موده مخکې پخپله د اپل کمپنۍ اعتراف کړی وو چې د نوو موډلونو د راویستلو سره د ټيټو موډلونو کاري وړتیا راټیټوي.