د تركيې نوې او تر ټولو پرمختللې وسله!

تركي انجينيران پدې بريالي شوي دي چې د هوايي ځواكونو لخوا د بمونو داسې لايزري سيستم جوړ كړي چې ټاكل شوى هدف په سيمه توګه وولي.

861180
د تركيې نوې او تر ټولو پرمختللې وسله!

 

د تركيې د علمي او ټيكنالوژيكي څېړنو ادارې د انجينيرانو لخوا كا ګې كا 82/83 په نامه د بمونو او توغنديو لپاره داسې سيستم جوړ كړى دى چې له يوې خوا د توغندو واټن اوږدوي او د بلې خوا د لايزري ټېكنالوژۍ په مرسته هدف په سمه توګه ولي.

ددې ټېكنالوژۍ تر ټولو مهمه برياليتوب دا دى چې د اېف – ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتكو لخوا غورځېدونكي بمونو ته لارښوونه كوي. له الوتكې نه د بم تر غورځېدلو وروسته بم د هدف پر لور حركت كوي. پدې ډول د جګړې په سيمه كې د الوتكو د الوتنې پرمهال د لوېدلو خطر هم راټيټيږي.

ددې ادارې د مشر د معلوماتو پر اساس دا سيستم كولاى شي چې د ۱۰۰ كيلومترو په واټن سره هدف وولي.


پيوندونه: #تركيه , #توغندى

اړوند خبرونه