د نړۍ تر ټولو قوي او چټک کمپوټر په چین کې دی.
چین په نړۍ کې د کمپوټر د ځواکمنتیا په برخه کې د امریکا نه مخکی دی
د نړۍ تر ټولو قوي او چټک کمپوټر په چین کې دی.
د امریکا او جرمني متخصصین په کال کې دوه ځله د نړۍ تر ټولو د قوي او چټکو ۵۰۰ کمپوټرانو لست جوړوي. پدې لست کې چین یو ځل بیا په نړۍ کې تر ټولو د چټک او ځواکمن کمپوټر د درلودو سره په لومړنۍ کتار کې ځای ونیو.
پدې لست کې د چین دوو کمپوټرانو په لومړني او دویم کتار کې ځای نیولی دی . همداشان دریم کتار بیا د سویډن هیواد ځای نیولی دی. په څلورم کتار کې جاپان او پنځم کتار کې بیا امریکا قرار لري.
د چین کمپوټرانو په ثانیه کې د ۹۳ پیټافلاپ سره په لومړني کتار کې ځای نیولی دی. د ویلو ده چې قوي او چټکو کمپوټرونو قوت د پیټافلاپ سره حسابیږي. یو پیټافلاپ په ثانیه کې زر میلیارده عملیات کوي.
د ویلو ده چې چین د تیرو څلورو کلونو راهیسې پدې برخه کې لومړنی مقام په لاس کې لري.
د ویلو ده چې د ځواکمنو کمپوټرونو نه په نړۍ په ډیرو لویو لویو څیړونو او تحقیقاتو کې کار اخیستل کیږي.