د الوتكې ۸ ساعته سفر ۲۹ دقيقو ته راټيټيږي.

د امريكا د متحدو ايالتونو نامتو پانګه وال اېلون مسك د يوې نوې پروژې په ترڅ كې د داسې هوايي واسطې د جوړولو خبر وركړ چې له لندنه نيويارك ته اته ساعته سفر ۲۹ دقيقو ته راټيټ كړي.

817220

د الوتكو په واسطه د هوايي سفرونو موده كه څه هم اوږده ده خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره د نوې ټېكنالوژۍ له بركته لږيږي. دا دى اېلون مسك د چټك هوايي سفر د خوب د ريښتيا كولو په موخه يې ملا وتړله.

مسك د سپېس اېكس په نامه د فضايي چارو يو شركت لري چې فضا ته توغندي ليږي. مسك هيله لري چې له دې توغندي ډول سفينې د هوايي سفرونو په برخه كې كار واخلي.

د فضايي سفينه چې بي اېف آر نوميږي كولاى شي چې په ساعت كې ۲۷ زره كيلومتره سرعت ولري.  پدې ډول به مسافرين له يوې سيمې بلې ته په ډېرې چټكۍ سره سفر وكړي.

ددې سفينې سرعت د عادي الوتكو په پرتله درې برابره ډېر دى. پدې ډول له لندنه د امريكا د نيويارك ښار ته د الوتكې سفر به د ۸ ساعتونو نه يواځې ۲۹ دقيقو ته راټيټ شي.

دا سفينه لومړى د ځمكې مداره وځي او بيا د جاذبې د قويې د نشتوالي نه په ګټې پورته كولو سره چټك حركت كوي چې د ناستې پر مهال بېرته د ځمكې مدار ته راځي او بيا په ځانګړي هوايي ډګر كې ناسته كوي.

اړوند خبرونه