د ځمكې پر سر حيرانوونكې طبعي پېښه

د انتراكتيا په لويه وچه كې چې ټوله په كنګل غرونو پټه ده د نړۍ په تاريخ كې تر اوسه پورې تر ټولو لويه كنګليزه كتله جلا شوې ده.

770291
د ځمكې پر سر حيرانوونكې طبعي پېښه

 

د انتراكتيا په لويه وچه كې چې ټوله په كنګل غرونو پټه ده د نړۍ په تاريخ كې تر اوسه پورې تر ټولو لويه كنګليزه كتله جلا شوې ده.

دا كنګليزه كتله چې ټول مساحت يې ۵ زره ۸۰۰ كيلومتره مربع دى د انتراكتيكا د كنګليزې لويې وچې له يوې برخې جلا او د سويلې اوقيانوس پر لورې يې حركت كړى دى.

د انګلستان د ګالر په سيمه كې د سوانسي د پوهنتون د پوهانو د معلوماتو پر اساس ددې كنګليزې كتلې ټول مساحت د استانبول د ښار څلور برابره دى.

ددې لويې كنګليزې كتلې د جلا كېدو شېبې د امريكا د فضايي څېړنو د ملي مركز ناسا د يوې سپوږمكۍ لخوا ثبت شوي دي.

ويل كيږي چې ددې كتلې ټول وزن شاوخوا ۱۰۰۰ ميليارده ټنه دى چې پدې ډول په انتراتيكا كې د لارسېن سي كروز د سيمې مساحت ۱۲ سلنه لږ شوى دى.

د سوانسي د پوهنتون يو تن استاد او د څېړونكې د ډلې مشر ډاكټر اډريان لوكمان پدې اړه وويل چې `` له اوږدې مودې راهيسې ددې كنګليزې كتلې د جلا كېدلو لپاره يې انتظار ويستلى دى او تر دې وروسته به هم دا كتله له نږدې تعقيب كړي.``

ويل كيږي چې د اوس لپاره دا كتله د نورو لويو وچو لپاره كوم خطر نه لري خو د نړيوالې تودوخې له امله ددې تدريجي زيان به په راتلونكو كلونو كې محسوس شي.



اړوند خبرونه