د نړۍ تر ټولو ګرانبيه او پرمختللې نظامي بېړۍ

د امريكا د متحدو ايالتونو د بحري ځواكونو اړوند نظامي بېړۍ چې د جنګي جټ الوتكو او چورلكو د لېږد وړتيا هم لري د ۱۲.۹ ميلياردو ډالرو په لګښت سره جوړه شوې ده.

764596
د نړۍ تر ټولو ګرانبيه او پرمختللې نظامي بېړۍ

 

د امريكا د متحدو ايالتونو د بحري ځواكونو اړوند نظامي بېړۍ چې د جنګي جټ الوتكو او چورلكو د لېږد وړتيا هم لري د ۱۲.۹ ميلياردو ډالرو په لګښت سره جوړه شوې ده. پدې ډول دا كيښتۍ په نړۍ كې تر ټولو ګرانبيه او پرمختللې نظامي وسيله ده چې تر اوسه پورې توليد شوې ده.

دا بېړۍ چې يو اېس اېس جېړالډ فورډ نوميږي، د جولاى په مياشت كې به آزمېښتي تګ راتګ پيل كړي او د همدې كال د سپتمبر په مياشت كې به د امريكا بحري ځواكونو ته وسپارل شي.

د امريكايي چارواكو د معلوماتو پر اساس ددې كيښتۍ د جوړولو چارې په ۲۰۰۹م كال كې پيل شوي دي چې ۹۷ سلنه پاى ته رسيدلي دي.

دا كيښتۍ چې ۱۰۰ زره ټنه وزن لري ټول اوږدوالى يې ۳۵۰ متره دى. د اټومي سون موادو په كارولو سره كولاى شي چې تر يو كال زيات په بحر كې پاتې شي.

امريكا پدې وروستيو كې د لويو بېړيو په جوړولو پيل كړى دى چې يوه به يې په ۲۰۱۸م كال كې او بله به يې په ۲۰۲۰م كال كې اوردو ته وسپارل شي.

پدې وروستيو كلونو كې د امريكا اوردو يواځې ۸۵ ميليارده ډالره د لويو جنګي بېړيو په جوړولو لګولي دي.


پيوندونه: #امريكا , #جټ الوتكْ

اړوند خبرونه