د موټر د كونجي پر ځاى آيفون

د اېپل شركت په پام كې لري چې د موټرانو كونجي د تاريخ كندې ته ګوزاره كړي. ددې شركت چارواكي په داسې ټېكنالوژۍ كار كوي چې موټران د كونجي پر ځاى د آيفون په واسطه چالان كړي.

597009
د موټر د كونجي پر ځاى آيفون

 

د اېپل شركت په پام كې لري چې د موټرانو كونجي د تاريخ كندې ته ګوزاره كړي. ددې شركت چارواكي په داسې ټېكنالوژۍ كار كوي چې موټران د كونجي پر ځاى د آيفون په واسطه چالان كړي.

د اېپل چارواكې د همدې لپاره په امريكا كې د اختراع ځانګړي انستيتيوټ ته په مراجعې سره وكولاى شول چې د ورته ټېكنالوژۍ د توليد حق يا پټېنټ ترلاسه كړي.

تمه كيږي چې په موټر كې د ځاى پر ځاى شوي بلوتوت په واسطه د آيفون، آيپډ، اېپل واچ له لارې موټر چالان كړي. داسې چې لومړى به تاسې يو پسورډ جوړوئ او د همدې پسورډ په واسطه به مو موټر چالانيږي. كه څه هم د بي اېم وې او رولس رايس په څېر د موټر جوړولو نامتو شركتونو پخوا داسې ټېكنالوژي توليد كړې ده چې د موټرو دروازې د ځيرمنو ټېلفونونو په واسطه خلاصوي خو د امنيتي پلوه اوس هم ستونزې لري.

د موټر جوړولو سكتور پخوا هم كوښښ كړى وو چې د كونجي ګانو د جوړولو نه ځانونه خلاص كړي خو د اېپل شركت پدې برخه د موټر جوړولو پر سكتور مخكې شوى دى.

دا چې دا ډول ټېكنالوژي به څه وخت بازار ته وړاندې كيږي، پدې اړه كره معلومات په لاس كې نشته دى.

اوس تر ټولو مهمه پوښتنه دلته ده چې كه چېرې د مبايل يا آيپډ چارج پاى ته ورسيږي نو بيا به څه كيږي؟!

دې پوښتنې ته تر اوسه پورې قانع كوونكى ځواب نه دى موندل شوى. ددې سره سره لرې نه ده چې دا ډول ټېكنالوژي بازار ته وړاندې شي.


پيوندونه: #كونجي , #آيفون , #موټر , #اېپل

اړوند خبرونه