پر WhatApp او Viber بنديز!
په روسيه كې پر دولتي مامورينو باندې د WhatApp په ګډون د ټولنيزو رسنيو د يو شمېر نورو پروګرامونو د كارولو بنديز ولګېد.
په روسيه كې پر دولتي مامورينو باندې د WhatApp په ګډون د ټولنيزو رسنيو د يو شمېر نورو پروګرامونو د كارولو بنديز ولګېد.
په روسيه كې پر هغو پروګرامونو باندې چې د هېواد د ملي امنيت د تشكيلاتو لخوا سايبري امنيت ته ګواښمن بلل شوي دي، بنديز ولګول شو.
د روسيې حكومت خپلو كار كوونكو ته امر كړى دى چې د WhatApp، Viberاو تېلګرام په څېر پروګرامونه چې د خبرو او پيغامونو د لېږلو لپاره جوړ شوي دي، نه كاروي. د روسيې دولتي كار كوونكي نشي كولاى چې ددې پروګرامونو له لارې رسمي اسناد او مكتوبونه يو بل ته وليږي.
د روسيې د داخلي استخباراتو ادارې د سرغړونكو مامورينو سره د قانوني چلند په موخه يو ځانګړى سيستم جوړ كړى دى چې له مخې يې سرغړوونكي تثبيتوي.
د معلوماتو پر اساس له دې پروګرامونو نه د شخصي ګټې اخستنې په موخه كوم بنديز نه دى لګول شوى خو دريمګړي كس ته د دولتي اسنادو د ورتګ د مخنيوي په موخه دولتي مامورين ددې بنديز اصلي موخه ده.
روسيه لومړنى هېواد دى چې دا ډول بنديز لګوي.