د ځمكې پر سر تر ټولو زور فقاريه حيوان
د ګرينلنډ نهنګ د شاوخوا ۴۰۰ كلونو عمر په درلودلو سره د ځمكې پر سر د انسان په ګډون د فقاريه حيواناتو ترمېنځ د تر ټولو زوړ حيوان لقب خپل كړى دى.

څېړونكو د ۲۸ نهنګانو عمر د راډيو اكتفي كاربن د عمليې په واسطه تعين كړى دى چې د تر ټولو زيات عمر لرونكى يې شاوخوا ۴۰۰ كلن دى.
پوهان وايي چې دا لوى نهنګان چې طول يې تر ۵ مترو پورې رسيږي په كال كې يواځې يو سانتي متر لوييږي.
دا نهنګان هغه مهال بالغيږي چې ۴ مترو ته ورسيږي. يعنى د ګريلنډ د نهنګانو د بلوغ عمر ۱۵۰ كاله دى.
ددې څېړنيز ټيم مشر جوليوس نيلسن د ساينس په علمي مجله كې د يوې مقالې په خپرولو سره ليكلي دي چې ``كه څه هم پدې پوهېدلو چې د عجيبو حيواناتو سره سر او كار لرو خو كله چې متوجه شو چې د دوى عمر دومره ډېر دى زموږ تعجب نور هم زيات شو.``
تر دې وړاندې د فقاريه حيواناتو ترمېنځ د تر ټولو زيات عمر لرولو ريكادرډ د يو ډول قطبي نهنګ سره وو چې ټول عمر يې ۲۱۱ كاله وو.
د ګرينلنډ نهنګان شمالي قطب ته نږدې د بحر په تل كې په توره تياره او يخو اوبو كې اوسيږي.
دا هم بايد له ياده ونه باسو چې د ځمكې پر سر د تر ټولو زيات عمر لرونكي ژوند موجود نوم د `كلم` په نامه يو ډول بحري صدف دى چې ۵۰۷ كاله عمر لري.
اړوند خبرونه

د نړۍ د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ تر ټولو لوی فیستیوال ټکنو فست په اذربایجان کې خپلې دروازې پرانیستې.
د ترکیې د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ تر ټولو ستر فیستیوال ټکنوفسټ په اذربایجان کې پيل شو