د تركيې برېښنايي موټر

د `` ميلاد ۱۴۵۳`` په نامه د تركيې لومړنى برېښنايي موټر چې د استانبول د پوهنتون د زده كوونكو په زيار جوړ شوى دى د توليدېدو لپاره ورځې شمېري.

403543
د تركيې برېښنايي موټر


د `` ميلاد ۱۴۵۳`` په نامه د تركيې لومړنى برېښنايي موټر چې د استانبول د پوهنتون د زده كوونكو په زيار جوړ شوى دى د توليدېدو لپاره ورځې شمېري.
د برېښنايي موټر دا پروژه چې د تركيې د پوهنيزو او ټيكنالوژيكي څېړنو د ادارې په ملاتړ سرته رسېدلې ده، آزمايښتي چارې يې هم پاى ته رسېدلي دي. دا پروژه چې د تېرو ۵ كلونو راهيسې پرې كار كيږي د `` ميلاد ۱۴۵۳`` په نامه خپل لومړنى برېښنايي موټر يې توليد كړ.
دا موټر كولاى شي چې د يو ځل چارچ په واسطه تر ۵۰۰ كيلومترو پورې واټن ووهي. د موټر اعظمي سرعت اوسمهال په ساعت كې ۱۳۵ كيلومتره دى چې په راتلونكو ماډلونو كې به يې كچه لوړه شي. همداراز موټر د كاربن فابير په نامه د سپكو خو ځواكمنو كيمياوي موادو نه جوړ شوى دى.
د ميلاد ۱۴۵۳ موټر د تركيې په ۲۵ ښارونو كې ۴۶۵۰ كيلومتره آزمايښتي واټن وهلى دى. موټر د اوس لپاره د ۳ تنو سپرلى ظرفيت لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه