بازار ته د ایفون ۶ اس د راوتلو نیټه معلومه شوه
د اپل کمپنئ بازار ته د ایفون ۶ اس او ایفون ۶ اس پلاس د وړاندې کولو نیټه اعلان کړه
333271
د اپل د تکنالوژئ کمپنئ د نوو ماډل ایفون ټیلیفونونو بازار ته د وړاندې کولو نیټه رسمآ اعلان کړه .
د اپل کمپنئ ویلي دي چې د ایفون ۶ اس او ایفون ۶ اس پلاس ټیلیفونونه ځانګړتیاوې به د سپټمبر په نهمه نیټه د ایفون مینه ته معرفي کړي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې ایفون ۶ اس او ایفون ۶ اس پلاس ټیلیفونونو په خاطر لومړنئ سپارښتنې به د سپتمبر په ۱۱ نیټه ومنل شي.
همداشان ایفون ۶ اس او ۶ پلاس اس به د سپټمبر په ۱۸ مه نیټه د امریکا بازارونو ته وړاندې شي.
د ویلو ده چې د ایفون ۶ اس او پلاس ۶ اس د معرفي په پروګرام کې به نوي ایپد او اپل ټي وي هم د ټکنالوژئ مینه والو ته معرفي کړای شي.