د نړۍ ساعت يوه ثانيه مخكې كيږي!

په شمسي نظام كې د لمر په مدار كې د ځمكې د تاوېدو د بهير د پڅېدو په پايله كې د استرونومۍ نړيوالې ټولنه پرېكړه وكړه چې د نړۍ ساعت يوه ثانيه مخكې كړي تر څو په راتلونكې كې د موسمونو او د شپې – ورځې وختونه همداسې ثابت پاتې شي.

312558
د نړۍ ساعت يوه ثانيه مخكې كيږي!

په شمسي نظام كې د لمر په مدار كې د ځمكې د تاوېدو د بهير د پڅېدو په پايله كې د استرونومۍ نړيوالې ټولنه پرېكړه وكړه چې د نړۍ ساعت يوه ثانيه مخكې كړي تر څو په راتلونكې كې د موسمونو او د شپې – ورځې وختونه همداسې ثابت پاتې شي. پدې ډول به د ۲۰۱۵ كال د جون د مياشتې په ۳۰مه نېټه د شپې په ۱۱:۵۹:۵۹ پر مهال يوه ثانيه نوره هم اضافه شي.په پايله كې به ۵۹مه ثانيه دوه ځلې حساب شي.
كه څه هم دا پېښه ظاهراٌ ډېره ساده ښكاري خو د ټېكنالوژۍ پوهان بيا وېره لري چې يواځې يوه ثانيه به د يو زيات شمېر الكترونيكي سيستمونو د خرابېدو سبب شي. ځكه چې د شپې ۱۱:۵۹ بجو ۵۹مه ثانيه به دوه ځله حساب شي. ددې په پايله كې به يو زيات شمېر كمپيوټرونه او نور الكترونيكي سيستمونه په اتوماتيك ډول دا يوه تخنيكي خطا وبلي او سيستم به ودريږي.
ددې سره سره پوهان وايي چې د احتمالي ستونزو د مخنيوي لپاره يې د تدابيرو په نيولو پيل كړى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه