د نړۍ لومړى الوتونكى موټر جوړ شو.

داسې ډېر فلمونه به مو ليدلي وي چې پكې موټران الوزي.

175489
د نړۍ لومړى الوتونكى موټر جوړ شو.

داسې ډېر فلمونه به مو ليدلي وي چې پكې موټران الوزي. كه څه هم د موټرو د پرواز په اړه علمي څېړنې له ډېره پخوا روانې دي خو په اروپا كې پوهان پدې وتوانېدل چې لومړنى الوتونكى موټر`` AeroMobile 3.0`` جوړ او و آزمايي.
د ايرو موبايل په نامه الوتونكى موټر په حقيقت كې د موټر او الوتكې د ټيكنالوژۍ نه جوړ شوى دى. دا دوه كسيز موټر كولاى شي چې په څو ثانيو كې خپل وزرونه پرانيزي او په الوتكې بدل شي.
دا موټر كولاى شي چې د نړۍ په هر ډول هوايي ډګر كې ناسته وكړي. همداراز په آوارو چمنونو كې هم د ناستې او الوتنې قابليت لري. د ايرو موبايل د موټر ټولې برخې د پرمختللې ټيكنالوژۍ په كارولو سره ډيزاين شوي دي.
دا پروژه څو كاله وړاندې په نظر كې نيول شوې وه چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۴ كال د اكتوبر په مياشت كې يې لومړى آزمېښتي الوتونكى موټر جوړ كړ.
تمه كيږي چې په راتلونكې كې به ددې موټر توليد پيل او په مناسبه بيه به بازار ته وړاندې شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه