د ۴۱ زره متره لوړوالي نه ځان غورځول او نړيوال ريكارډ

اېلن اسټېس پدې ډول نړيوال ريكارډ مات كړ.

171469
د ۴۱ زره متره لوړوالي نه ځان غورځول او نړيوال ريكارډ

د امريكا په متحدو ايالتونو كې د ګوګل د شركت يو لوړپوړي چارواكي د هېليوم د ګازو نه ډك د يو بالون په واسطه د ځمكې نه ۴۱ كيلومتره واټن سره فضا ته پورته شو او بيا يې د پراشوټ په واسطه ځان ګوزار كړ. ۵۷ كلن اېلن اسټېس چې د ګوګل د شركت لوړپوړى چارواكى دى د نيو مكسيكو د ايالت په دښتو كې د يو هېليوم د ګازو د يو بالون په واسطه فضا ته وښوت. اېلن د ځمكې د اتموسفير د طبقې هم تېر شو او ستراتوسفير طبقې ته ورسېد. بيا يې د ځمكې نه د ۴۱ زره متره لوړوالي نه راګوزار كړ چې د ۴،۵ دقيقو په تېرېدلو سره ځمكې ته ورسېد. ځمكې ته د راښكته كېدو پر مهال د ښاغلي اېلن اسټېس سرعت په ساعت كې ۱۳۲۲ كيلومترو ته هم لوړ شو. دا سرعت په هوا كې د يوې مسافروړونكې الوتكې د اوسطه سرعت سره برابر دى.
اېلن اسټېس پدې ډول نړيوال ريكارډ مات كړ.
تر دې وړاندې نړيوال ريكارډ د استراليا د هېواد نه فلېكس بامګارتنر په لاس كې وو. فلېكس بامګارتنر په ۲۰۱۲ كال د اكتوبر په مياشت كې د ځمكې نه ۳۹ كيلومتره لوړوالي ځان ګوزار كړى وو


پيوندونه:

اړوند خبرونه