د مالېزيا د وركې شوې الوتكې موندونكې ته ۵ ميليونه ډالره جايزه
د ماليزيا د هوايي كرښو اړوند مسافروړونكې الوتكه چې د ۲۳۹ تنو سپرلۍ سره د مارچ د مياشتې په اتمه نېټه د كوالالامپور نه د پيكن پر لور روانه وه په بحر كې ترى تم شوه.
د مالېزيا د وركې شوې الوتكې موندونكې ته ۵ ميليونه ډالره جايزه
د ماليزيا د هوايي كرښو اړوند مسافروړونكې الوتكه چې د ۲۳۹ تنو سپرلۍ سره د مارچ د مياشتې په اتمه نېټه د كوالالامپور نه د پيكن پر لور روانه وه په بحر كې ترى تم شوه. ددې الوتكې د موندلو په موخه د پراخه نړيوالو هلو ځلو سره سره تر اوسه پورې نده موندل شوې.
د څو مياشتو پلټنو په پايله كې د وركې شوې الوتكې په اړه هېڅ ډول نښه نښانه نده ترلاسه شوې. ددې سره د الوتكې د عاقبت په اړه بېلابېلې اندېښنې ښودل شوي دي.
په الوتكه كې د وركو شوو قربانيانو كورنيو چې اندېښنه لري دولتي چارواكي ترې حقيقت پټوي يو كمپاين پيل كړل چې په ترڅ كې يې هغه چاته چې د وركې شوې الوتكې په اړه معلومات وركړي او يا هم الوتكه ومومي ۵ ميليونه ډالره وركول كيږي.
د قربانيانو د كورنيو يو تن استازي وويل چې ``موږ باور لرو چې ځينې كسان د الوتكې په اړه معلومات لري خو زموږ نه يې پټوي. هيله لرو چې ددې لارې خپلې موخې ته ورسيږو.``