د ورځنې د اجندا تحلیل

پدې خپرونه کې پدې وروستیو کلونو کې د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکو ته لنډه کتنه کوو.

1044655
د ورځنې د اجندا تحلیل

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د ترکیې او روسیې ترمنځه په ۲۰۱۵ کال کې د الوتکې د ویشتو پر سر  په اړیکو کې جدي بحران له رامنځته شو. همداشان  وروسته  د دواړو هیوادونو دا بحران  حل  او اړیکې نورمال حالت راوګرځولې. د ویلو ده چې  د اړیکو د نورمالیدو نه وروسته  د دواړو هیوادونو ترمنځه  سیاسي، ډیپلوماتیکو، عسکري او اقتصادي اړیکو په ډیرې چټکۍ سره  وده وکړه. ددې خبرې یواځنی لامل  د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځه  شخصي اړیکي، د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره همکاري او د امریکا  د وروستي چلند  نه  ګډه ناراحتي  ښودلی شو. همداشان سره ددې چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه په یو زیات شمیر برخو کې  جدي همکاري  شتون لري خو په یو زیات شمیر برخو کې  جدي اختلاف د نظر هم  شتون لري.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د ټولنې  لیکوال او څیړونکې جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

څیړونکی  اجون وايي چې د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  هغه څرګندونې  چې پکې ویلي دي ( د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکي  په تلو تلو کې د ودې په حال کې دي. د ترکیې سره مو اړیکې هم  قوي کیږي  او  لا زیاتې ژوریږي ) د دې دوو هیوادونو ترمنځه د اړیکو  ډیره  ښه خلاصه ده.

د ویلو ده چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه په ځانګړې توګه  په انرژۍ او اقتصادي برخو کې وده  ډیر زیات اهمیت لري. د روسیې د مالیې پخواني وزیر زادورنوف  ویلي وو چې د ترکیې سره  ډیرې مهمې او قوي اقتصادي اړیکي لرو. ترکیه د روسیې  د لسو لوی  تجاري او اقتصادي شریکانو نه یو  دی. ترکیه زمونږ  لپاره ځانګړی اهمیت لري.

همداشان  د روسیې د ګمرکاتو د فدرال ادارې د شمیرو له مخې  د روان میلادي کال په لومړنیو  شپږو میاشتو کې د ترکیې او روسیې ترمنځه  تجاري حجم  د ۳۷ سلنې په لوړیدو سره  ۱۳ عشارهی ۳ میلیارده ډالرو ته رسیدلی دی. همداشان  ترکیه  د روسیې لپاره په څلورم  تر ټولو  لوی تجاري شریک هیواد بدل شوی دی.

همداشان  ترکیې ته د روسیې ګرځندویانو  راتګ  ددې دوو هیوادونو  ترمنځه د اړیکو  د پراختیا  او ودې یو بل مهم  فکټور بلل کیږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د روس ګرځندویانو په اړه ویلي دي چې  د هرې ورځې په تیریدو سره  ترکیې ته لا زیات روس ګرځندویان  راځي چې دې مسلې  مونږ  ډیر خوښ کړي یو. هغه ویلي دي چې  سږ کال  د ۶ میلیون تنو روس ګرځندویانو د کوربه توب له امله  افتخار کوو.

همداشان  د انرژۍ په برخه کې  د اق قویو  د اټومي انرژۍ د بټۍ  او ترک جریان  په څیر  د نړۍ په کچه په مهمو پروژو کې  شراکت  ځانګړی اهمیت لري.

د اق قویو  د اټومي انرژۍ سنټرال  د فعالیتو پر مهال به د ترکیې  لس سلنه  د برښنا د انرژۍ  اړتیا پوره کړي. دا سنټرال  د روسیې لخوا جوړیږي.

دا سنټرال  به  د ترکیې  اقتصاد  د اړتیاوو  د پوره کولو  ضمانت هم وکړي. سربیره پر دې  د ترک جریان د ګازو د نللکې پروژه  د ترکیې  د انرژۍ اړتیاوې تر ډیره  حده  پوره کوي. تمه کیږي د ترک جریان  دویم  پړاو  د بالکان هیوادونو پر لورې  وغځول شي.

پدې ډول  به دا پروژه  ترکیه  د انرژۍ  په دهلیز  بدل کړي.

د ترکیې  او روسیې ترمنځه د انرژۍ او اقتصادي اړیکو سربیره  قوي عسکري همکاري هم  شتون لري. دا همکاري د هرې ورځې په تیریدو سره  د ودې په حال کې ده .

همداشان د ترکیې لخوا  د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  رانیول  او روسیه  د ۲۰۱۹ کال په اوایلو کې دا سیستم  ترکیې ته د تسلیمولو  ژمنه کولو  ددې دوو هیوادونو ترمنځه عسکري اړیکې لا پسې ژورې کړي دي.

د روسیې  د دفاعي صنایعو د دولت شرکت  روستیح  د نړۍوالو همکاریو او سیمه ایزو سیاستونو مشر  ویکتور کلادوف  د څرګندونو نه  چې ویلي دي چې « د ترکیې لخوا د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  د سیستم  د رانیولو  سره  به  د دواړو هیوادونو ترمنځه  عسکري او تخنیکي برخو کې همکاري لا قوي  او لا پراخه شي. دا  ددې برخې د ودې په لاره کې یو ډیر مهم ګام  بلل کیږي» د بیلګې په توګه یادونه کولای شو.

هغه ویلي وو چې د ترکیې او روسيې ترمنځه په مختلفو  برخو کې د اړیکو د لا پراختیا په مخکې  هیڅډول  خنډ شتون نلري.

روسیې او ترکیې ترمنځه د اړیکو د ودې  یو بل مهم  فکتور  بیا  د امریکا  متحده ایالتونو ناسم چلند دی. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیې د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم  د رانیولو نه وروسته  امریکايي چارواکیو د ترکیې نه  د نوموړي سیستم  د نه رانیولو غوښتنه وکړه. کله چې ترکیې  مقامت ښکاره کړ  امریکايي مقاماتو د ترکیې په ګواښلو پيل وکړ. امریکا  ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله الوتکه  چې ترکیه ددې الوتکې د پروژې  شریک  هیواد دی  ورکول  وځنډول.

امریکا  ګواښ وکړ چې ترکیه به ددې پروژې نه بهر کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  مولود چاوش اوغلو بیا د امریکا  ددې ګواښ په مقابل کې  ډیر سخت غبرګون وښود  او وویل چې  اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  د ترکیې لپاره  ترجیح  نه بلکې  ضرورت  دی. هغه وویل  دا چې د ناټو غړیو هیوادونو  په ترکیې  د دفاعي هوايي سیستم  د پلورولو نه ډډه کوله  ترکیه مجبوره ده چې  د خپل ځان غم په خپله وخوري.

د بله پلوه  د ترکیې او امریکا ترمنځه  د فتح الله ګولن، پ ک ک ، وای پ جي او امریکايي راهب  برونسن په مسله کې هم  قوي اختلافات  شتون لري. دې مسلې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکو ته  ډیر ستر زیان  رسولی دی.

همداشان  ددې ټولو سره سره  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا  د امریکايی راهب په مسله کې  په ترکیې  د اقتصادي تحریمونو  پریکړې  اړیکې لا پسې  خرابې کړې.

همداشان  سره ددې چې د ترکیې او روسیې ترمنځه په ډیرو برخو کې اړیکې ډیرې ښې  دي  خو اوس هم  په یو زیات شمیر برخو کې  جدي اختلاف د نظر لري. په ځانګړې توګه د سوریې په مسله کې.

ځکه چې  د سوریې په مسله کې دواړه  د یو بل په ضد جناح کې قرار لري.

همداشان  د روسیې  او ترکیې ترمنځه  دا اختلاف د نظر  کیدای شي چې اړیکو ته  یو اندازه  زیان هم  ورسوي. د بیلګې په توګه که چیرې  روسیه  د سوریې د ادلیب په ښار بریدونو ته اجازه ورکړي  ترکیه به  یو ځل بیا د کډوالۍ  د یوې بلې ډیرې لویې څپې سره  مخامخ شي.

دا مسله کیدای شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکو ته زیان  ورسوي. همداشان  ترکیه  د روسیې لخوا د کریمیا د سیمې د الحاق  او په کریمیا کې د ترکانو پر خلاف  سخت دریځه سیاستونو سره  مخالفت کوي.

همداشان  ترکیه  د اوکراین سره چې په یو زیات شمیر برخو کې ګډې پروژې د لاس لاندې نیولي دي. ترکیه  د اوکراین په اړه د روسیې د سیاستونو سره  مخالفت کوي.

همداشان  په پای کې باید ووایو که د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکې په هره اندازه  وده وکړي خو ترکیه بیا هم  د ناټو د سازمان  یو مهم  غړی هیواد  دی.  



اړوند خبرونه