د ترکیې د اجندا تحلیل
په سوریه کې مخالفین د هر ورځې په تیریدو سره مخ په ضعیفیدو دي
د اسد ځواکونه د سوریې په سویل کې د دیرا په ښار د روسیې او ایران په ملاتړ بریدونو ته زور ورته کړی دی.
د ویلو ده چې د اسد رژیم ځواکونو د دیرا په ښار د بریدونو سره ډیرې زیاتې سیمې نیولي دي. دا سیمه په سوریه کې د مخالفینو د اصلي کلا په توګه یادیده. د ویلو ده چې په سوریه کې د اسد پر خلاف د لومړي ځل لپاره مخالفت او مقامت د همدې سیمې نه پیل شو. د سیمې ډیری ملکي وګړي د اردن پولو ته تښتیدلي دي. اردن بیا د نوموړو کډوالو پر مخ خپلې پولې تړلي دي. د همدې امله سوریې او اردن په پولو کې سترانساني تراژیدي روانه ده.
د ویول ده چې په سوریه کې د مخالفو ترمنځه د اتحاد او اتفاق نشتوالي او د اسد پر خلاف په ګده د حرکت نه کولو او ځینې مخالفې ډلې د روسیې په منځګړتوب د اسد رژیم سره تفاهم کول ددې لامل ګرځیدلي دي چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې یو زیات شمیر ښارونه یو د بل پسې د اسد ځواکونو لاس ته وغورځیږي. همداشان د سوریې په سویل کې بله لویه ستونزه بیا د ایران او اسراییلو ترمنځه رقابت دی. د ویلو ده چې د اسراییلو پولو ته د ایراني ملیشه ځواکونو نږدې کیدل کیدای شي چې ددې دووهیواودنو ترمنځه یو ځل بیا ټنۍ په ټنۍ جګړه پیل شي.
د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو ټولنې څیړونکي او لیکوال جان اجون دمسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د روان میلادي کال د جون په میاشت کې خبري رسنیو داسې معلومات ترلاسه کړل چې د اسد ځواکونه د سوریې په سویل کې د دیرا پر ډیرو سترو عملیاتو چمتووالی نیسي.
ددینه سمدلاسه وروسته د اسد ځواکونو سیمې ته د عسکري وسایلو او وسلو او مهماتو په انتقالولو پیل وکړ. د یادولو وړ ده چې په دیرا کې تر اوسه پورې د اسد ځواکونو او مخالفو ډلو ترمنځه قوي نښته اوجګړې نوې رامنځته شوې. ځکه چې امریکا او روسیې په سیمه کې د شدت د کچې د راټیټولو په خاطر تړون لاسلیک کړی وو. دا سیمه د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو د سیمې په توګه اعلان کړې وه.
خو له بده مرغه چې کله د اسد پلوي ځواکونو په سیمې بریدونه پیل کړل امریکا اعلان وکړ چې د سوري مخالفینو دفاع کولی نشي دا ځکه چې امریکا خپل سیاسي ملاتړ په شا کړی دی.
د په اردن کې د امریکا سفارت سوري مخالفینو ته د لیک په استولو سره ویلي دي چې د ټولو تړونونو او تفاهمونو سره سره امریکا د روسیې او اسد رژیم پر خلاف جګړه او ددوې نه دفاع کولی نشي.
د بله پلوه د اسد او ایراني ځواکونو لخوا د دیرا په ښار د مځکنیو او هوايي عملیاتو د پیلولو نه سمدلاسه وروسته روسیې په دیرا کې د تاوتریخوالي د امن په نامه اعلان کړې سیمه لغوه کړه.
ددې سیمې په لویه برخه کې خلک میشت وو او خپل کور او کلي يي نه وو پریښي خو د روسیې او ایران پر ملاتړ د اسد ځواکونو لخوا په سیمه د عملیاتو او هوايي بریدونو د پیلولو نه وروسته د سیمې نه د کډوالۍ ډیره لویه څپه پیل شوه. خلک خپل کور او کلو پریښودو ته اړ شول او د ځانونو د امنیت په خاطر يي نثبتآ باامنه سیمو ته کډه وکړه.
ویل کیږي د دیرا د سیمې نه تر اوسه پورې ۲۷۰ زرو تنو خپل کور او کلي پریښي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.
د ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې ددې ۲۷۰ زرو تنو نه تر ۴۰ زرو تنو ډیر سوري کډوال د اردن پولو ته رسیدلي او اردن ته د تیریدو هڅه کوي.
د ویلو ده چې اردن نن ورځ د ۶۵۰ زرو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي چې نوو کډوالو پر مخ يي خپلې پولې تړلي دي.
سره ددې چې اردن د پولې نه پورې غاړې د سوریې په خاوره کې د سوري کډوالو سره د بشري مرستو هڅه کوي خو د دیرا ښار پر لورې د اسد د ځواکونو پرمختګ دې خلکو ژوند ته لا زیات خطر مخامخوي.
د همدې امله ملګروملتونو سازمان په اردن باندې د نوموړو کډوالو پر مخ د خپلو پولو د پرانیستو غږ وکړ.
د ویلو ده چې د دیرا په سیمه کې د اسد او د هغه د پلوي ځواکونو او مخالفینو ترمنځه جګړه دوام لري. خو د اسد رژیم لخوا په ډیرې چټکۍ سره د لاجات د سیمې نیولو نه وروسته یو زیات شمیر مخالفې ډلې د روسیې په منځګړتوب د اسد رژیم سره روغه جوړه کړې.
د دایل، بصره الشام او ابتا په ښارونو کې مخالفو ډلو خپلې وسلې په مځکه ایښي او ښارونه يي اسد رژیم ته تسلیم کړي دي. د بله پلوه د روسیې لخوا په سیمه درندو هوايي بریدونو او مخالفو ډلو سره د امریکا لخوا د مرستو پرې کیدو د اسد رژیم پر خلاف وسله وال مقامت ډیر ضعیفه کړی دی.
د یادولو وړ ده چې د سوريې په سویل کې د اسد او ایراني ځواکونو اسراییل اندیښمن کړي دي.
د ویلو ده چې اسراییلي چارواکیو د نوموړو عملیاتو نه مخکې د روسي مقاماتو سره په لیدنه کې په عملیاتو کې ایراني ځواکونو ته د برخې نه ورکولو غوښتنه کړې وه او پدې مسله کې سره په تفاهم رسیدلي وو.
خو داسې ونه شول. نن ورځ د جګړې په لومړنیو لیکو کې ایراني ځواکونه قرار لري.
سره ددې چې اسراییلو تر اوسه پورې څو ځله په ایراني ځواکونو هوايي بریدونه کړي خو ایراني ځواکونه د اسراییلو د پولو پر لورې پرمختګ ته دوام ورکوي.
داسې ښکاري چې دا مسله به په نږدې راتلوونکي کې ددې دوو هیوادونو ترمنځه یو ځل بیا ستره شخړه پیل کړي.