د مځکې پر سر بیچاره کډوال :

نن ورځ د نړۍ د مهمو ستونزو نه یوه هم د کډوالو مسله ده.

996022
د مځکې پر سر بیچاره کډوال :

د مځکې پر سر بیچاره کډوال :

 لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د جون ۲۲ مه د کډوالو یا مهاجرو د نړۍوالې ورځې په توګه  نومول شوې ده. د بشر په توګه  نړۍ مو په خپلو منځونو کې سره  ویشلې ده خو په عمومي ډول په نړۍ کې داسې  مهمې  ستونزې شتون لري خو  هر چا په سترګې پټې کړي دي او که  کله يي وګورو نو بیا  یواځې پرې خبرې کوو. دا ستونزې  د کډوالو یا مهاجرو ستونزې دي.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې ریس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

دم ګړۍ  په نړۍ کې  د ۶۵ نه تر ۷۰ میلیونو پورې  مهاجر  شتون لري. د مهاجرو نفوس ته په کتو سره  نوموړي  په نړۍ کې د شلم  لوی هیواد په اندازه دي. همداشان  د بې ځایه شوو کسانو شمیره بیا د مهاجرو  ۶ برابرو  پورې رسیږي. نن ورځ په نړۍ کې  ۴۰۰ میلیونه تنه  بې ځایه شوي کسان  ژوند کوي.

دا شمیره په اصل کې  د وجدان خاوندانو لپاره  یو ډیر  لوی  او ستر بار او مسئولیت دی. همداشان  ددې سربیره  یو بل ډیر تریخ  حقیقت هم  شتون لري چې هغه  ددې بې ځایه شوو او مهاجرو باندې  روان ظلمونه دي. ددوې درد او غمونه، د سترو اوښکې او په ناحقه توګه  وژنې هغه  تریخ  حقیقت  دی  چې هیڅوک ترینه انکار کولی نشي.

د ویلو ده چې  د هر مهاجر ماشوم، ښځې، ځوان او بوډا  د ژوند کیسه  جلا جلا  تراژیدي ده  چې  کله ناکله  د انسان نه  په نړۍ کې د مهاجرو اصلي شمیر  هیروي.

ځکه چې  د هر هجرت او کډوالۍ کیسه  په اصل کې  د هغه سیمې نه چې په لسګونو کلونه پکې ژوند کړی دی د بیلتون، د هر څه د ورانیدو او ناهیلۍ  تراژیدي  ده.

څوک  غواړي چې د خپل پلار او نیکونو وطن، خپله خاوره، خپل د کوچنیتوب یادښتونه، خپله مور ، پلار  ، دوستان او اقارب  پریږدې  او د ناڅرګندۍ ، بې باورۍ او ناامنۍ  پر لورې حرکت وکړي.

د ویلو ده چې  د کډوالۍ او یا د هجرت پریکړه یو داسې  سخته او ګرانه پریکړه ده  چې  انسان  يي  یواځې د ډیر زیات مجبوریت  پر مهال  کولی شي.

نن ورځ په نړۍ کې تر ټولو  ډیر کډوال  د سوریې، افغانستان، سویلي سوډان او سومالیا وګړي دي. ددې هیوادونو نه  ډیری  خلک مهاجر شوي دي. تر ټولو  تریخ  حقیقت  خو دادی چې  سوریه په ۲۰۱۰ کال کې د هغه هیوادونو په کتار کې ځای درلود چې په نړۍ کې تر ټولو  زیات کډوالو ته پناه ورکړې وه. خو نن ورځ  دا هیواد پخپله مهاجر شوی دی. نن  ورځ  دا هیواد د کډوالۍ  او مهاجرت په برخه کې  د نړۍ په لومړۍ کرښه کې قرار لري.

هو که چیرې  هغه هیوادونه چې نن ورځ  خپلو هیوادونو ته د مهاجرو  د ورتګ  مخه نیسي داسې فکر کوي چې  کله به دا  مسله پر دوی رانشي  خو دا  پخپله  یوه ډیره  د اندیښنې وړ مسله ده.

که چیرې  څوک  وغواړي چې  عبرت واخلي  نو  نن ورځ په نړۍ کې  هره پيښه  عبرتناکه  ده. په ځانګړې توګه  د کډوالو  د مسلې نه باید  هر سړی عبرت واخلي.

د ویلو  ده که چیرې د نړۍ تاریخ ته کتنه وکړو نن ورځ  داسې ټولنه شتون نلري چې  مهاجرت او یا د سیمو  پریښودو ته  اړ شوي نوي.

د ویلو ده نن ورځ هغه هیوادونه چې  تر ټولو  ډیر يي وګړي  کډوالۍ ته  اړ شوي دي  په یو ډول نه په یو ډول  د لویدیځې نړۍ  د مداخلې له امله دې حالت  ته غورځیدلي دي.

دا هغه هیوادونه دي چې  د نړۍوالو  طاقتونو  ترمنځه  د جګړو  او  طاقت ازمايي  په ډګرونو بدل شوي دي.

د نړۍ سوپر طاقتونه پدې هیوادونو کې یو بل ته  خپل زور او طاقت  ښايي  خو  ددوې ددې جګړو له امله ملکي وګړي  د خپل کور او کلو نه  کډوالۍ ته  مجبوریږي.

پرته  ده  شکه چې  د کډوالیو  اصلي لامل  یواځې  د سوپر طاقتونو ترمنځه او یا نیابتي جګړې ندي.

په هیوادونو کې کورنۍ جګړې، استبداد، ضعیفه اداره، سیاسي  ستونزې، اقتصادي مشکلات، ولګه ، فقر، بې وزلي او وچکالي  هغه  ستونزې  دي چې د کډوالۍ  اصلي لاملونه  بلل کیږي.

همداشان  د چاپیریال د ککړتیا  له امله  رامنځته شوي  ځینې غیر نورمال  شرایط  او وچکالۍ  هم  ددې ستونزې د لاملونو څخه شمیرل کیږي.

د کډوالو  د لویو لویو څپو د مخنیوي مسله  فداکارۍ  او په حقیقي توګه هلو ځلو ته اړتیا لري. خو  بعضې وختونه  دير کوچني  اقدامات  او تدابیر  ددې مسلې مخه نیولی شي.

د بیلګې په توګه په افریقا کې په یو کلي کې  د څښکاک د اوبو  د یو کوهي کیندل. کیدای شي چې  دا د اوبو کوهی  ددې کلي  د کډوالۍ مخه ونیسي.

دا ډول  کوچنۍ کوچنۍ  هڅې  او تدابیر  که چیرې  دا ستونزه حل نکړي  خو لږ تر لږه  پدې برخه کې زمونږ  د نیک نیت  اظهار کولی شي.

دا مسله  داسې  ده لکه  ابراهیم  ع  چې کله  اور ته  وغورځول شو  نو  یو میږي  د اور د مړ کولو په خاطر په خپله خوله اوبه راوړې.

نن ورځ د کډوالو ستونزه د چا خبره د نړۍ تر ټولو د مهمو  ستونزو نه  په یوې ستونزې بدله شوې ده .

ایا دا کافي ده چې مونږ  دا تریخ  حقیقت  یواځې ننداره کړو  او په اړه يي خواشینۍ څرګنده کړو. ایا دا خبرې  کافي دي ؟ ولې پدې برخه کې  د مسئولیت  احساس نه کوو. البته چې نه  ، مونږ  باید  د مسئولیت احساس وکړو.

د ویلو  ده چې  د هغه هیوادونو  په استبدادي  ادارو  چې  د خپلې  خرابې  او ناکاره  ادارې سره  د خلکو  هیلې  په سیندونو لاهو کړي، خلک يي  کډوالۍ ته  مجبور کړي پرته  د شکه  چې باید  د خپل وس او توانه پورې پرې  نیوکې وکړو.

د هغه  طاقتونو  چې د انسانانو  یا د هیوادونو  د کوچني ضعف نه په استفادې سره  پر دوې حاکمیږي  او د خپلو امپریالستو اهدافو په خاطر  بې ګناه  انسانان  قرباني کوي  باید  ټولو ته په ډاګه کړو.

همداشان  هغه هیوادونه چې په نړۍوالو سیاستونو کې د خپلو شخصي ګټو  په اساس نه بلکې د ارزښتونو  او د نورو حقونو ته د درناوي له اساس  چلند کوي  باید  په هر فرصت کې  وستایل شي.

پدې برخه کې د ترکیې، لبنان او اردن نه یادونه کولی شو. دا هغه هیوادونه دي چې په یواځې ځان يي د کډوالو دا لویه  ستونزه په خپلو اوږو بار کړې باید یادونه وکړو.

دا هیوادونه سره ددې چې  د نړۍ بډایه هیوادونه هم  ندي خو  زړونه يي ډیر  لوی  دي. په ځانګړې توګه ترکیې د کډوالو په برخه کې  په یواځې سره  د ټولې نړۍ نه  دروند  پیټۍ  په اوږو کړی  .

د ترکیې  یواځې یو ولایت  لکه  کیلیس  د یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو لخوا د منل شوو کډوالو نه  د څو برابره  ډیرو کډوالو  کوربه توب کوي.

د ویلو ده چې  ترکیه  په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې  د څه باندې  ۳ میلیونه تنو کډوالو کوربه توب کوي. پدې موده کې یواځې ۳۰۰ زره تنه ماشومان په ترکیه کې زیږیدلي دي.

ترکیې پداسې حال کې دا لوی پیټی  په اوږو کړی چې په هیڅډول  د ستونزې د روان بحران  پارچه  ندی.

که چیرې نن ورځ  نړۍوالو سوپر طاقتونو ته  وګورو  دوی  رسمآ د سورېې  د روان کړکیچ  مسئولین او مهمې پارچې دي.

همداشان  پدې هم  ټول ډیر ښه پوهیږي چې همدا سوپر طاقتونه  د خپلو شخصي ګټو، لا زیاتو وسلو پلورلو ، په هیوادونو د لا زیاتې دفاعي  بودیجې د مصروفو په خاطر  نه غواړي چې دا جګړه  له منځه ولاړه شي او ارامي وشي.

نړۍواله ټولنه باید  هر څه ژر  ددې برخو مخه ونیسي  . پر دوې ددې دروند بار د ویشلو په خاطر  فشار راولي.

د ویلو ده چې  د کډوالو د موجودې ستونزې په خاطر باید  لا زیات اګاهي  رامنځته کړی شي. زمونږ په اند دا کار  دا برخې چې پخپله  ددې ستونزې اصلي لامل  دي  نه بلکې  مدنې ټولنې او ملکی سازمانونه وکړي.

ملکي او مدني ټولنې او سازمانونه  د عمومي اګاهۍ په خاطر باید  لا زیات راپورنه، ارزونې  او څیړنې  وکړي  او نړۍوالې ټولنې ته يي  وړاندې کړي.

د نړۍوالې ټولنې  توجه  دې مسلې ته جلب کړي. په اصل کې دا مسئولیت  باید  یواځې ملکي او مدني ټولنې او سازمانونه نه بلکې  هر وګړی  په غاړه واخلي. هر سړی  د خپل وس او توانه پورې پدې برخه کې مرسته وکړي. ځکه هر  هغه ستونزه  چې  د حل مناسبه لار ورته پیدا نشي  دا ټول بشریت  اغیزمن کوي.

   


پيوندونه: #ترکیه , #کډوال , #سوریه

اړوند خبرونه