د آستانې د خبرو اترو په بهير كې د ادليب ښار
په سوريه كې د روان كړكېچ د مخنيوي په موخه د قزاقستان په پلازمېنه آستانې كې د خبرو اترو وروستى پړاو د سپتمبر د مياشتې په ۱۵مه نېټه پاى ته ورسېد.
په سوريه كې د روان كړكېچ د مخنيوي په موخه د قزاقستان په پلازمېنه آستانې كې د خبرو اترو وروستى پړاو د سپتمبر د مياشتې په ۱۵مه نېټه پاى ته ورسېد.
دا خبرې اترې چې د تركيې، ايران او روسيې تر ضمانت لاندې پيل شوي دي، اصلي موخه يې په سوريه كې د ښكېلو خواو ترمېنځ د اوربند رامنځته كول او نهايي هدف يې د سولې د بهير پيلول دي.
د آستانې په وروستۍ غونډه كې چې د سپتمبر د مياشتې په ۱۵مه نېټه ترسره شوه د ادليب په ښار كې له جګړې د عاري سيمې د رامنځته كولو په موخه بحث او خبرې اترې وشوې. كه څه هم تر اوسه پورې په سوريه كې څلور سيمې له جګړې د عاري سيمو په توګه تثبيت شوي دي خو د ادليب ښار د توكمي او مذهبي جوړښت په نظر كې نيولو سره ځانګړى اهميت لري. په ادليب كې د نورو سيمو په پرتله لا زياتې ډلې فعاليت كوي. ددې ډلو ترمېنځ د توازن رامنځته كول ځانګړى اهميت لري. د همدې امله د جګړې بيا پيل هره لحظه امكان لري.
په آستانه كې د روسيې، ايران او تركيې د هېوادونو استازي د ادليب په ښار كې له جګړې د عاري سيمې د سرحدونو، امنيت د ساتنې او جګړې د پاى ته رسولو په برخه كې سره سلا شوي دي. په همدې اساس د لومړنيو معلوماتو له مخې درېواړه هېوادونه به سيمې ته ۵۰۰ سرتيري وليږي چې په مجموع كې به ۱۵۰۰ سرتيري د سيمې د ساتنې په موخه په ګډه فعاليت وكړي. په سيمه كې د هيت تحرير الشام ډله فعاليت لري. د همدې امله ددې ډلې سره به ګډه مبارزه وشي. دا ځواكونه به په سرحدونو كې ځاى پر ځاى شي او د تحرير الشام د ډلې لخوا رامنځته شوى ګواښ به رفع كړي.
د روسيې، ايران او تركيې لخوا د ادليب د ښار د خلكو د امنيت ساتل مهم رول لري خو دا عمل د تركيې لپاره ځانګړى ريسك لري. ځكه چې د تركيې لخوا سيمې ته د سرتېرو د لېږلو په صورت كې به د تحرير الشام د ډلې سره د نښتې احتمال لوړيږي. ځكه پدې سيمه كې دا ډله پياوړې ده. داسې اټكل كيږي چې تحريرالشام به لومړى د آزادې سوريې د اوردو سره او بيا وروسته د تركيې د وسله وال پوځ سره نښتې وكړي. خو دا هم بايد په نظر كې ونيول شي چې په ادليب كې د آزادې سوريې د اوردو د شتوالي د پياوړتيا په موخه سيمې ته د تركيې سرتېرو ورتګ مهم دى.
د سوريې د ادليب په ښار كې تركيه دوه مهمې موخې لري. له يوې خوا د النصره د ډلې تر سيورې لاندې د راډيكالو ډلو د نفوذ د مخنيوي په موخه په سيمه كې شتوالى دى او د بله پلوه د آزادې سوريې د اوردو خواره واره ځواكونه سره را ټولول او د سيستماتيك نظام تر سيورې لاندې يې د راډيكالو ډلو پر وړاندې مبارزې ته هڅول دي. تركيې پدې دواړو ډګرونو كې د پام وړ برى ترلاسه كړى هم دى.
د آستانه د خبرو اترو د بهير اصلي مخې دا دي. لومړى بايد په سوريه كې د راډيكالو او منځمهالو ډلو ترمېنځ جلاوالى په ښكاره توګه رامنځته شي. دويم راډيكالې ډلې بايد له منځه يوړل شي. دريم د رژيم او مخالفو منځمهالو ډلو ترمېنځ لومړى اوربند رامنځته كول او بيا وروسته د سياسي حل لارې په موخه د خبرو اترو زمينه برابرول دي. دا ځكه چې د ادليب ښار د مخالفينو تر كنترول لاندې تر ټولو لويه سيمه ده خو پدې سيمه كې تر ټولو پياوړې ډله بيا النصره ده. د همدې امله د سراسري مداخلې پر ځاى د راډيكالو او منځمهالو ډلو ترمېنځ جلاوالى رامنځته كول دي. كه چېرې تركيه په سيمه كې مداخله ونكړي نو له سيمې بهر نور هېوادونه به دلته خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره پلانونه عملي كړي. د همدې امله ادليب د تركيې لپاره ځانګړى اهميت لري.