د اردن د هېواد نن او راتلونكې

اردن چې د اسراييلو، عراق او سوريې سره ګډ سرحد لري په منځني ختيځ كې درې مهمې ستونزې ورته په مستقيمه توګه زيان رسوي.

582901
د اردن د هېواد نن او راتلونكې

اردن چې د اسراييلو، عراق او سوريې سره ګډ سرحد لري په منځني ختيځ كې درې مهمې ستونزې ورته په مستقيمه توګه زيان رسوي. د اردن د نفوسو تر نيمايي زياته برخه فلسطينيان جوړوي چې دا په خپله د فلسطين د ستونزې په برخه كې تر ټولو مهم مخاطب هېواد بلل كيږي. سربېره په عراق كې په ۲۰۰۳م كال كې د امريكايي يرغل د پيل سره سم سلګونه زره عراقيان نوموړي هېواد ته كډوال شول. په ۲۰۱۱م كال كې په سوريه كې د روانې جګړې د پيل راهيسې تر اوسه پورې شاوخوا ۱ ميليون سوري كډوال هم نوموړي هېواد ته تللي دي.

د سيمه ايزو ستونزو سربېره اردن په كورنيو ستونزو هم اخته دى. په هېواد كې د سپتمبر د مياشتې په ۲۰مه نېټه سيمه ايزې ټاكنې ترسره شوې. د سپتمبر په ۲۵مه نېټه يو تن نامتو ژورناليست ناهېد حتر ووژل. سربېره پر دې په هېواد كې اقتصادي ستونزې هم د هرې ورځې په تېرېدلو سره مخ په زياتېدلو دي.

ناهيد حتر چې په اصل كې عيسوي دى خو ځانله ملحد وايي. نوموړى كيڼ اړخى ژورنالست بلل كېده او د بشار اسد مهم پلوى وو. ناهيد حتر ته يو زيات شمېر كسانو د مرګ ګواښونه كول. د همدې امله په لبنان كې اوسېدلو. د سپتمبر په ۲۵مه نېټه په فېسبوك د يو كاريكاتور د نشرولو له امله محكمې ته غوښتل شوى وو چې په پلازمېنه عمان كې د محكمې د سالون په مخ كې په وسله وال بريد كې ووژل شو. د حتر د سؤ قصد نه وروسته په هېواد كې يو لړ لاريونونه ترسره شول. سؤ قصد او لاريونونه دواړه د اردن د سياسي ثبات پر وړاندې لوى خنډونه بلل كيږي. په پلازمېنه عمان كې سيكولرو اردنيانو د لاريون په ترڅ كې د حتر وژنه وغندله او دا يې د خپل ځان پر وړاندې د سختدريځو لخوا يو ګواښ وبللو. دې سيكولرانو پخوا يو ګوند هم جوړ كړى وو چې په پارلماني ټاكنو كې يې له عمانه خپل يو شمېر غړي پارلمان ته هم ولېږل. په پارلمان كې  د دوى حضور به د ديندارو او سيكولرانو ترمېنځ لفظي شخړې په عملي شخړو او ناوخوالو بدلې كړي.

په هېواد كې د سپتمبر د مياشتې په ۲۰مه نېټه پارلمانې ټاكنې ترسره شوې. د اردن پادشاه عبدالله دا ټاكنې د هېواد د راتلونكې لپاره ډېرې مهمې وبللې. په ټاكنو كې په ځينو ځايونو كې د ستونزو سره سره په ټوليزه توګه حالات آرام ول. ددې سره سره ټاكنو ته د خلكو پاملرنه د پخوا په پرتله ډېره لږه وه.  په ټاكنو كې د پادشاه عبدالله او د خلكو ترمېنځ د فكر يووالى نه وو. د همدې امله د خلكو د ګډون كچه يواځې ۳۷ سلنه وه. په پلازمېه عمان او بل لوى ښار زرقا كې د خلكو د ګډون كچه ۲۵ سلنه وه.

په اردن كې د خلكو زياتره برخه د فلسطينيانو نفوس جوړوي خو په سياسي چارو كې دومره فعال نه دي. د اردن په سياسي سيستم كې هغه ځايي قبيلې مهم  رول لوبوي. د همدې امله په هېواد كې د سياسي ثبات راتګ ستونزمن دى. د بله پلوه د اردن د مشرانو جرګې غړي بيا په مستقيم ډول د پادشاه عبدالله لخوا ټاكل كيږي. د مشرانو جرګه د ولسي جرګې ټول صلاحيتونه لري. په هېواد كې ولسي جرګه په حقيقت كې د قبيلو د غړو او مشرانو نه جوړه ده. د دوى غړي د خپلو قبايلو لپاره د كار موندې د دندې پرته بله مهمه دنده نه لري. په ۲۰۱۵م كال كې د ټاكنو د نوي قانون پر اساس د ولسي جرګې د غړو صلاحيتونه ډېر شول او د قبايلو پر وړاندې د سياسي ګوندونو استازو ته وخت وركړل شول.  ددې سره سره په ښاري سيمو كې د رايه وركوونكو د كچې د ټيټوالي له امله سياسي ګوندونو په دې ونه توانېدل چې د قبايلو پر وړاندې بريالي شي.  په ولسي جرګه كې هغه مشران او سواګر ټاكل كيږي چې د پادشاه ماڼۍ ته وفاداره وي.

عبدالله د ټاكنو نه وروسته له نوي پارلمانه غوښتنه وكړه چې په هېواد كې د اقتصادي اصلاحاتو پر وړاندې ګامونه پورته كړي.

اړوند خبرونه