ايران او نوى منځتى ختيځ

په ايران كې د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د ټاكل كېدو نه سره سم ددې هېواد د اتومي لانجې پر سر خبرې اترې پيل شوې.

424808
ايران او نوى منځتى ختيځ

په ايران كې د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د ټاكل كېدو نه سره سم ددې هېواد د اتومي لانجې پر سر خبرې اترې پيل شوې. ايران د نړۍ د شپږو زبرځواكونو سره چې د ۵+۱ په نامه ياديږي او د انګلستان، أمريكا د متحدو ايالتونو، چين، روسيې، فرانسې او جرمني هېوادونه په كې شامل دي د څو كلونو خبرو اترو او بحثونو نه وروسته د ۲۰۱۵م كال د جولاى د مياشتې په ۱۴مه نېټه په دې بريالى شو چې يو هر اړخيز تړون لاسليك كړي. ددې تړون په أساس د ايران د اتومي فعاليت د محدوديت په بدل كې د لويديځو هېوادونو لخوا د لګول شوو بنديزونو د لرې كولو لارې چارې څرګندې شوې.

د روان ميلادي كال د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د اتومي انرژۍ نړيوال سازمان د يو راپور له مخې څرګنده كړه چې ايران د لاسليك شوي تړون په أساس خپل مسوليت ادا كړى دى. په دې ډول د أمريكا او اروپايي ټولنې د هېوادونو په ګډون د لويديځ لخوا پر ايران باندې لګول شوي بنديزونه لرې شو.

د ايران او لوديځ ترمېنځ دا ناببره نږدېوالى د دواړو خواو ترمېنځ د يو شمېر كړيو او هېوادونو د نا راحتۍ سبب شو. د بېلګې په ډول ددې ډپيلوماټيك نږديوالي اصلي ناراضي هېوادونه د سعودي عربستان په ګډون د خليج عربي هېوادونه، اسراييل او د منځني ختيځ نور هېوادونه دي. د أمريكا د كانګرس جمهوري غوښتونكي غړي او نور محافظه كاران هم ناراحته دي. د بله پلوه په ايران كې محافظه كار سختدريځي هم ددې نږديوالي سره مخالفت كوي.

د سعودي په ګډون د خليج هېوادونو په ۲۰۰۳م كال كې د أمريكا لخوا پر عراق باندې د يرغل نه وروسته د شيعه حكومت رامنځته كېدل او په پايله كې يې د ايران د نفوذ زياتېدل د خپلې بقا لپاره خطر وباله. په عراقي حكومت كې د شيعه ګانو د اغېزې لاندې حكومت ايران ته د مداخلې زمينه برابره كړه چې دا د خليج د هېوادونو لپاره د منلو وړ نه ده. سربېره پر دې د عربي پسرلي په بهير كې د ايران لخوا په سوريه، يمن او بحرين كې لاسوهنه او فعال سياست هم د سني عربي هېوادونو لپاره د خطر زنګ وو. په عربي منځني ختيځ كې په مېشتو شيعه عربانو باندې د ايران مستقيمه اغېزه د سعودي عربستان او نورو متفقينو لپاره په سيمه كې د ايران د حاكميت د وېرې په معنى ده.

ګيش

د اسراييلو لپاره بيا د ايران رژيم او ايډيولوژي سراسري ګواښ بلل كيږي. حتى د اسراييلو د دفاع وزير څو ورځې وړاندې وويل چې كيداى شي داعش د ايران تر اغېزې لاندې راشي. دا ځكه چې ايران د اسراييلو د دولت شتوالى نه مني. ددې تر څنګ د حماس، حزب الله او إسلامي جهاد د ډلو نه په مستقيم ملاتړ سره اسراييلو ته ګواښ رامنځته كوي. ددې امله هم د ايران د رژيم سره د أمريكا په كانګرس كې د جمهوري غوښتونكو د ګوند د غړو او د نوو محافظه كارانو مخالفت دوه أساسي علتونه لري. په لومړى سر كې دوى ايران ته د أمريكا د سيمه ايز او نړيوال حاكميت لپاره د ګواښ په سترګه ګوري. دويم علت يې بيا د اسراييلو پورې اړه لري. دوى د اسراييلو له دولته د هېڅ ډول شرط نه پرته هر اړخيز ملاتړ كوي. ددې امله هم د اسراييلو دښمن د دوى هم دښمن دى.

دا په داسې حال ده چې په ايران كې سختدريځه محافظه كاران او ملايان هم د أمريكا سره په جنجال خوشاله دي. دوى په هېواد كې دننه او له هېواده بهر په سياسي پرېكړو كې يو لړ ګټې لري چې نه غواړي دا ګټې له لاسه وركړي. د روحاني په مشرۍ اوسنى حكومت هم د دوى د سخت مخالفت سره مخامخ دى. د روحاني او سياسي ټيم هر برياليتوب د دوى په تاوان دى. ځكه چې دوى د خلكو ترمېنځ خپل اعتبار له لاسه وركوي. كه څه هم د أمريكا او ايران ترمېنځ تړون يواځې د اتومي لانجې په اړه دى او د دواړو هېوادونو ترمېنځ نور سياسي لانجې لا پر ځاى پاتې دي خو ددې سره سره د دواړو ترمېنځ نوې پاڼه پرانيستل شوه. ددې نوې پاڼې د پرانيستل كېدو دوه مهم علتونه ليدل كيږي. لومړى دا چې د أوباما په مشرۍ امريكايي دولت په نړيوال سياست كې د ځانګړي دښمن پر ځاى يو شمېر كمزورو دولتونو كې ترهګرو ډلو ته د دښمن په سترګه وكتل. د بېلګې په ډول داعش او القاعده ددې ډلو په سر كې ځاى لري. أمريكا په منځني ختيځ كې د ثبات لپاره د دوى سره مبارزه كوي. په دې مبارزه كې هم د ايران ملګرتيا ته اړتيا لري.

دويم علت يې بيا د أوباما د ادارې لخوا د آسيا- پاسفيك هېوادونو ته لومړيتوب وركول دي. د أوباما په مشرۍ أمريكا غواړي چې په سيمه كې د چين سياستونه مهار كړي. ددې لپاره بايد په منځني ختيځ كې خپل سياسي او نظامي فعاليت لږ كړي. د ايران سره د أمريكا جوړجاړى په نړيواله ټولنه كې د ايران حضور به په منځني ختيځ كې د أمريكا په اوږو باندې بار لږ څه كم كړي. سربېره پر دې باثباته عراق د دواړو هېوادونو په ګټه دى. داسې ښكاري چې دواړه هېوادونه به په سوريه كې هم سره جوړجاړي ته ورسيږي.

ګي

په ايران باندې د لګېدلو بنديزونو لرې كېدل به ددې هېواد لخوا د نفتو په توليد كې زياتوالى راوړي خو په نړيوالو بازارونو كې د نفتو د بيې د ټيټېدو سره د ايران اقتصاد ته به يې ډېره ګټه ونه رسيږي. په اقتصادي او مالي ډګر كې به د ايران ۱۰۰ ميليارده ډالره سرمايه چې په نړيوالو بانكونو كې كنګل شوې ده، نوموړي هېواد ته وركړل شي. همداراز نړيوال شركتونه هم ايران ته د خپلو استازو د لېږلو په برخه كې يو بل سره سيالي كوي. ددې په پايله كې به د ايران اقتصاد په نږدې راتلونكې كې وده وكړي.

اوس پوښتنه دلته ده چې آيا ايران خپل دا اقتصادي إمكانات د نظامي موخو لپاره وكاروي او كه نه؟ كه چېرې داسې وكړي نو په سيمه كې به د سعودي په مشرۍ د خليج عربي هېوادونه او اسراييل او په أمريكا كې به جمهوري غوښتونكي په غصه كړي. اوس دا د ولسمشر روحاني په لاس كې ده چې څه ډول غواړي خپل سيمه ايز سياست ډيزاين كړي.

د بله پلوه أمريكا هم نه غواړي چې په سيمه كې خپل پخواني متفقين له لاسه وركړي. ددې امله تر اوسه پورې هغه ټولې ستونزې چې د ايران سره لري نه اواروي. دا لومړى ځل دى چې د اتومي لانجې پر سر هوكړه د اسراييلو د حكومت لخوا ونه ځنډول شوه. ځكه چې د اسراييلو پرته منځنى ختيځ د أمريكا لپاره ګټور نه دى.


اړوند خبرونه