د دوست غږ

لكه څرنګه چې مو په ياد دي په تېره ليكنه كې مو افغانستان ته د تركيې د لومړني رسمي سفير د هويت او سفر په اړه تاسې ته معلومات دركړي ول.

97910
د دوست غږ


 دا هم هم څرګنده كړه چې د افغانستان لپاره د تركيې سفير عبدالرحمن بيګ د شاه امان الله خان لخوا حضور ته ومنل شو. عبدالرحمن بيګ شاه ته د مصطفى كمال پاشا ځانګړى ليك هم وړاندې كړ. دا دى پدې ليكنه كې به د مصطفى كمال پاشا د ليك د محتوا په اړه بحث وكړو.

د تركيې د معاصر تاريخ ليكوال بلال شيمشير پدې اړه ليكي چې مصطفى كمال پاشا د يو ليك په ترڅ كې د افغانستان د پادشاه امان الله خان نه د انګريزانو په وړاندې د ګډې مبارزې او همكارۍ غوښتنه كړې وه. مصطفى كمال پاشا د افغانستان پاشاه امان الله خان ته د خپل ليك په يوه برخه كې داسې ليكلي ول:
`` پداسې حال كې چې نړيواله جګړه پاى ته رسېدلې ده او يو زيات شمېر لوديځ هېوادونه د سولې او نسبي رفاه په فضا كې ژوند كوي د عثماني خلافت په مركز اناتوليا كې جګړه اوس هم په ټول شدت سره روانه ده. د خلافت په مركز كې ټولو عيسوي هېوادونو لاسونه سره وركړي دي او د تركيې د مسلمانانو په وړاندې جنګيږي. په حقيقت كې د پردې تر شا ددې ټولو دسيسو اصلي معمار د انګلستان استعماري هېواد دى. په تېره بيا انګرېزانو پر هندوستان تر يرغل نه وروسته كوښښ وكړ چې د آسيا مسلمان ملتونه كله د چل او دوكې له لارې او كله هم د تاوتريخوالي او زورزياتي له لارې د ځان مطيع وګرځوي. پدې وروستيو كلونو كې د مسلمانانو بيدارۍ او د اسلامي نهضتونو فعاليتونو په سيمه كې د انګريزانو پر ګټو باندې كلك ګوزارونه كوي. ددې امله د مسلمان ملت ازلي او ابدي دښمنان كوښښ كوي چې د عثماني خلافت د وارثينو ټاټوبى د خاورو سره خاورې كړي.
د افغانستان اتل او مسلمان ملت ستاسې د عالمانه لارښوونو او مشرۍ پر مټ په آسيا كې د انګريزانو سره په مبارزه كې نوم لري. ستاسې او د افغان ملت د سرښيندنو په پايله كې افغانستان خپله خپلواكي ترلاسه كړه. د افغانستان د خپلواكۍ ترلاسه كول په سيمه كې د نورو مسلمانانو ملتونو لپاره د الهام ښه سرچينه بلل كيږي. تركي ملت هم د لوى خداى ج باندې په توكل او د پيغمبر ص د سنتو نه په پيروۍ سره په اناتوليا كې د بهرينو يرغلګرو په وړاندې سپيڅلى جهاد پيل كړى دى. دا مبارزه په مستقيم ډول په انقره كې د مركزي حكومت لخوا اداره كيږي. ددې ترڅنګ د نړۍ د ګوډ ګوډ مسلمانان هم زموږ ددې برحقې مبارزې نه كلك ملاتړ كوي.د همدې امله د تركيې حكومت د انګريزانو په وړاندې د افغانستان مبارزې ته په درنه سترګه ګوري او د تجربو نه يې ګټې اخسيتلو ته تيار دى. د دواړو ورونو او دوستو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د لا زياتې پراختيا او د ګډ دښمن په وړاندې د ګډې مبارزې لپاره مې دا ليك خپل ځانګړي رسمي استازي عبدالرحمن بيګ ته وسپارلو تر څو ستاسې حضور ته يې ورسوي.``
دا ليك د ۱۹۲۰ ميلادي كال آګست د مياشتې په ۱۸ نېټه د افغانستان د خپلواكۍ تر لاسه كولو نه پوره يو كال وړاندې ليكل شوى دى. ددي ليك د محتوا نه داسې ښكاري چې تركيه د افغانستان خپلواكۍ ته پوره درناوى لري. شاه امان الله خان د يو خپلواكي غوښتونكي مشر په توګه په آسيا كې د ځانګړي شهرت نه برخمن وو. ځكه چې د لومړۍ نړيوالې جګړې د پاى ته رسېدو سره سم په آسيا كې د افغانستان لخوا د خپلواكۍ ترلاسه كول ځانګړى اهميت درلود. افغانستان د آسيا د نورو هېوادونو لپاره هم د الهام سرچينه شوه. كه څه هم مصطفى كمال پاشا له افغانستانه د انګريزانو پر ضد د همكارۍ غوښتنه كړې وه خو امان الله خان نه غوښتل چې په مستقيمه توګه د انګلستان په څېر د يو زبر ځواك په وړاندې ودريږي. ځكه چې شاه پلان درلود چې د افغانستان د مدرنيزم په برخه كې ګامونه پورته كړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره يې د لوديځو هېوادونو او په تېره بيا د انګلستان همكارۍ او تجربو ته سخته اړتيا درلودله. امان الله خان ددې سره سره مصطفى كمال پاشا ته په ځواب كې د تركانو د خپلواكۍ د جګړې نه پوره ملاتړ څرګند كړ. امان الله خان انګلستان د تركيې او افغانستان د هېوادونو د ګډ دښمن په توګه ياد كړ.
په راتلونكې خپرونه كې به مصطفى كمال پاشا ته د امان الله خان د ليك د جزيياتو په اړه تاسې ته معلومات وړاندې كړو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه