د دوست غږ

د تركيې- افغانستان ترمېنځ ډيپلوماټيكو اړيكو ته لنډه كتنه

89551
د دوست غږ


كه مو په ياد وي په تېره ليكنه كې مو له افغانستان سره د تركيې د اړيكو د ټينګولو په برخه كې د احمد جمال پاشا د شخصيت او كارنامو په اړه تاسې ته معلومات دركړل. دا مو هم وويل چې جمال پاشا د افغانستان لپاره د تركيې رسمي سفير په توګه نه بلكې د نوموړي هېواد د يو لوړپوړي چارواكي په توګه كابل ته راغلى وو. كه څه هم د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د ټينګښت په برخه كې د جمال پاشا رول ځانګړى اهميت لري ددې سره هغه د اتاترك په مشرۍ د تركيې د جمهوريت د رسمي استازي عنوان نه لري.
په ننۍ ليكنه كې به د افغانستان لپاره د تركيې د لومړني رسمي سفير د شخصيت او كارنامو په اړه تاسې ته معلومات دركړو. همداراز كابل ته د نوموړي سفر او افغان مقاماتو لخوا ورته د ښه راغلاست په اړه لنډ معلومات وړاندې كړو.
مصطفى كمال پاشا عبدالرحمن بيګ د افغانستان لپاره د لومړي رسمي سفير په توګه انتخاب او ملي شورا ته يې معرفي كړ. عبدالرحمن بيګ د ملي شورا د تاييد نه وروسته د ۱۹۲۰ كال د آګست د مياشتې په ۱۸مه نېټه د مسكو لپاره د افغانستان پر لور روان شو. عبدالرحمن بيګ چې په استانبول كې په حربي ښوونځي كې زده كړې كړې وې د لومړۍ نړيوالې جګړې پرمهال يې د عثماني اوردو په ليكو كې د بهرنيو ځواكونو په وړاندې په جګړه كې ګډون وكړ. په ۱۹۱۹ كال كې هغه مهال چې مصطفى كمال پاشا د خپلواكۍ د جګړې د پيل په موخه له استانبوله د تركيې د شمالي ولايت سامسون پر لور روان شو، عبدالرحمن بيګ هم د سامسون په ساحلي بندر كې له مصطفى كمال پاشا سره يو ځاى شو. نوموړي په ۱۹۲۰ كال كې انقرې ته راغلى او په ملي شورا كې يې د مخصوص قلم دنده پر غاړه واخيستله.
كابل ته د عبدالرحمن بيګ د لېږلو نه وروسته مصطفى كمال پاشا د ختيځې جبهې عمومي قوماندان جنرال كاظم كره بكر ته د يو مخفي تېلګراف په ترڅ كې د عبدالرحمن بيګ په اړه داسې ليكلي وو:
`` عبدالرحمن بيګ كې مور يې افغانه ده د اوردو يو مېړنى او فعال افسر دى. د تېرو پينځو كلونو راهيسې د هېواد د وسله والو ځواكونو په ليكو كې خدمت كوي. اوسمهال د ملي شورا د مخصوص قلم دنده پر غاړه لري. نوموړى زما په وړانديز د افغانستان لپاره د تركيې د رسمي سفير په توګه پيشنهاد او د ملي شورا لخوا پدې دندې وټاكل شو. عبدالرحمن بيګ پينځه ورځې وړاندې د كابل پر لور روان شو. نوموړي ته مې د اعليحضرت شاه امان الله خان لپاره يو ليك هم تسليم كړ. هيله لرم چې د موضوع په اړه خليل پاشا ته هم معلومات وړكړئ.``
د افغانستان لپاره د تركيې د لومړني رسمي سفير عبدالرحمن بيګ د هويت په اړه د تركيې يو تن تاريخپوه او ليكوال بلال شيمشير ليكلي دي چې `` په كابل كې د انګلستان د هېواد د ډيپلوماټيكي سرچينو د هغو راپورونو پرمهال چې د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته لېږل شوي دي راغلي چې د افغانستان لپاره د تركيې سفير عبدالرحمن پېښورى نوميږي. د نوموړي مور او پلار افغانان او اوسمهال هم د هېواد په سوېل كې په قبايلي سيمو كې ژوند كوي. عبدالرحمن پېښورى د شلمې پېړۍ د پيل په كلونو كې د لوړو نظامي زده كړو لپاره استانبول ته تللى وو. د عبدالرحمن ماشومتوب په خپل پلرني ځاى پېښور كې تېر شوى دى چې وروسته بيا كابل لاړ. عبدالرحمن پېښوري د چناك كلا په جګړه كې هم د عثماني اوردو په ليكو كې د متفقو ځواكونو په وړاندې برخه اخيستې ده. نوموړى په آسيا كې د انګرېزانو د شتون له امله ناراحته دى. هغه د اناتوليا په جګړه كې هم په سنګرونو كې فعال وو. د انګلستان د هېواد د راپورونو په اساس نوموړي په كابل كې د سفارت د دندې ترڅنګ د انګريزانو د منافعو په وړاندې د پروپاګند وظيفه هم درلودله.``
عبدالرحمن بيګ چې پخپله هم افغان الاصله دى د افغانستان لپاره د تركيې د لومړني رسمي سفير عنوان ترلاسه كړ. هغه د يو اوږد سفر نه وروسته كابل ته ورسېد. عبدالرحمن بيګ ته په كابل كې د دولتي مقاماتو او عامو وګړو لخوا د شانداره مراسمو په ترڅ كې ښه راغلاست وويل شو. د يوې ورځې استراحت نه وروسته شاه امان الله خان ته د اتاترك د ځانګړي ليك د وړاندې كولو په موخه د شاه حضور ته ومنل شو. شاه امان الله خان هم له خپله ځايه پورته شو او عبدالرحمن ته يې ښه تود ښه راغلاست وويلو. نوموړي د شاه سره د ليدنې په ترڅ كې د مصطفي كمال پاشا ځانګړى ليك امان الله خان ته وسپارلو.
. په ليكنه كې به د مصطفى كمال پاشا د ځانګړي ليك د محتوا او همداراز د امان الله خان د ليك د ځواب په اړه تاسې ته معلومات دركړو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه