په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

1515633
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي  دي

د ۷۴۰ میلادي کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه  په استانبول کې ډیره زوروره زلزله رامنخته شوه چې په نتیجه کې څه باندې ۵۰۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په زرګونو تنو ټپیان شوي دي. همداشان پدې زلزله کې په سلګونو کورونه ویجاړ شول.

 

د ۱۴۶۱ میلادي کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه  په ترابزون کې روم امپراتوري د فاتح سلطان محمد خان په مشرۍ عثماني ځواکونو ته وسپارل شوه.

 

د ۱۸۶۳ میلادي کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه د سور صلیب نړۍوال سازمان په جینیوا کې تاسیس شو.

 

د ۱۹۰۵ میلادي کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه  ناروې د سویډن نه خپلواکۍ واخیسته او استقلال يي اعلان کړ.

 

د  ۱۹۴۷ میلادي کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه په عراق کې د انګلیس ځواکونو اشغال پایته ورسید.

 

د ۱۹۵۱ میلادي کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه  ۷۷ کلن ویسنتون چرچل یو ځل بیا د انګلستان لومړی وزیر وټاکل شو.

 

د ۱۹۹۴ میلادي کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه د اسرائیل او اردن ترمنځه د ۴۶ کلنې جګړې پایته رسوونکی تاریخي تړون د دواړو هیوادونو په پوله کې د ۵ زرو تنو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.

 

د ۲۰۰۲ میلادي کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه  د روسیې په پلازمینه مسکو کې د ۵۰ تنو چیچنیايي بلواګرانو لخوا د مسکو په تیاتر کې د  څه باندې ۸۰۰ تنو د یرغمل نیولو نه درې ورځې وروسته د روسیې ځانګړو ځواکونو د ژغورنې عملیات پيل کړل. په عملیاتو کې ۱۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه