په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
د ۱۸۴۰ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳ مه نيټه په ترکیه کې د پوستې او تلګراف تشکیلاتو عمومي ریاست تاسیس شو.
د ۱۸۵۳ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳ مه نيټه د کریمیا جګړه پیل شوه.
د ۱۹۲۱ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳ مه نيټه د ترکیې او شوروي اتحاد ترمنځه د قارس د سولې معاهده لاسلیک شوه.
د ۱۹۵۴ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳ مه نيټه جرمني د ناټو په سازمان کې د غړیتوب د ترلاسه کولو په خاطر د پاریس معاهده لاسلیک کړه.
د ۱۹۵۶ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳ مه نيټه په هنګري کې د شوروي اتحاد د حاکمیت پر خلاف پاڅون پیل شو. په ټول هیواد کې په جوړو شوو مظاهرو کې مظاهره کوونکو د هیواد نه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتو غوښتنه وکړه.
ددې په مقابل کې شوروي د هنګري د اشغالولو پریکړه وکړه او سور پوځ د هنګري پلازمینه بوداپست محاصره کړ. د هنګري لومړي وزیر ایمره ناګي د ملګروملتونو لخوا د روسیې پر خلاف د مرستې غوښتنه وکړه خو مرسته يي ترلاسه نکړه. د شوروي لخوا ددې هیواد د اشغالولو نه وروسته نوي حکومت د لومړي وزیر ایمره په ګډون څه باندې ۳۰۰ تنه اعدام کړل . په ۱۹۸۹ کال کې بیا د هنګري حکومت د لومړي وزیر ایمره ناګي ته اعاده حیثیت وکړ.
د ۱۹۸۳ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳ مه نيټه د لبنان په پلازمینه بیروت کې د امریکا او فرانسې د سوله ساتو ځواکونو په قرارګاه د چاودیدونکو توکو نه بار د لاریو موټرو سره برید وشو چې په نتیجه کې ۲۴۱ تنه امریکايي او ۵۸ تنه هم فرانسوي سرتیري ووژل شول.
د ۲۰۱۱ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳ مه نيټه د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو د سترو زلزلو نه د وان زلزله رامنځته شوه. په وان کې د ۶ عشاریه ۷ په شدت د زلزلې نه ۱۸ ورځې وروسته داځل د ۷ عشاریه ۲ په شدت زلزله رامنځته شوه. په دواړو زلزلو کې ۶۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۴۰۰۰ ډیر کسان ټپیان شول.