د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1341099
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپانې ” اردوغان : د حفتر لخوا د بریدونو د دوام په صورت کې به ورته لازم  سبق  ورکړو “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب  اردوغان  په لیبیا کې کودتاچي  جنرال  خلیفه حفتر  د اوربند د تړون د لاسلیکولو نه پرته  د مسکو نه د جلا کیدو  په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې  د لیبیا  مشروع  د ملي وفاق حکومت  چې ترکیه هم  ترینه  قوي ملاتړ کوي  د اوربند په مسئله کې  په کړو ژمنو عمل وکړ  او د اوربند  تړون يي لاسلیک کړ خو له بده مرغه چې  کودتاچي جنرال خلیفه حفتر په کړې ژمنې  عمل ونکړ  او د مسکو نه وتښتید.

ولسمشر اردوغان  په لیبیا کې کودتاچي جنرال  حفتر ته  ګواښ وکړ که چیرې  د لیبیا د مشروع حکومت  او بې ګناه انسانانو پر خلاف  بریدونو ته  دوام  ورکړي ترکیه به  حفتر ته د لازم  سبق ورکولو په خاطر د ګام  اوچتولو نه ډډه ونکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې ” د ادلب په اړه په نړۍوالې ټولنې د ولسمشر اردوغان غږ “ د سرلیک  لاندې  لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  نړۍواله ټولنه  په سوریه کې  د بشار اسد رژیم  لخوا په روانو  قتل عامونو  اوس هم  سترګې پټې کړي دي  . هغه وویل  لکه څرنګه چې ګورۍ  د اسد ځواکونه  په بې ګناه  او مظلومو انسانانو  د بیلري بمونو بریدونه کوي  او بې ګناه  او معصوم  ماشومان په قتل رسوي. هغه  د اسد د رژیم  پر خلاف په غبرګون کې وویل چې ایا یو څلور کلن ماشوم ترهګر کیدای شي چې تاسو  پرې  د بیلري بمونو  بریدونه کوئ؟

د خبرترک ورځپاڼې ” انادولو  جیټ د هیواد نه بهر ۲۸ نفطو ته  الوتنې لري “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند  شرکت ترکش ایرلاین  اړوند د انادولو جیټ  شرکت د ۲۰۲۰ میلادي کال  د مارچ د میاشتې  د ۲۹ مې نیټې نه په اعتبار سره د نړۍ ۲۸ نقطو  ته  الوتنې پیلوي. د ترکش ایرلاین  اړوند  انادولو جیټ هوايي شرکت  د ارزانه او کم بیه  الوتنو سره  به  نړۍ  ښارونه د یو بل سره ونخلوي.

انادولو جیټ  به  د استانبول  د صبیحه ګوکچن د هوايي ډګر نه  الوتنې پيل کړي. انادولو جیټ  به  د شمالي قبرس ترک جمهوریت ایرجان ښار، کویټ، دوبۍ، بغداد، بحرین، باکو، جدې، اربیل، ریاض، تهران، تل ابیب، تفلیس، دامان، ابو ظبي، مدینې، امستردام، بارسلونا، برلین، بروکسل، دوسلدروف، فرانکفورت، لندن، میلانو، مونیخ، شتوتګارت، پاریس، روم او وینا ته  سفرونه پيل کړي.

د حریت ورځپاڼې ” وزیر البیرق : اقتصادي وده  دوام لري “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د خزانې  او مالیې وزیر برات البیرق  د هیواد د اقتصادي پرمختګونو په اړه د خپل ټویټر پاڼې له لارې څرګندونې کړي دي.

هغه ویلي دي چې په ترکیه کې د صنایع او تولیداتو  اړوند  هدف پر لورې ګام په ګام  پر مخ  روان  یو. په ۲۰۲۰ کال کې به هر څه لا ښه  او پرمختګ وکړي. هغه ویلي دي چې  په ۲۰۲۰ کال کې زمونږ  لومړیتوب استخدام، صادراتو کچې لوړل  دي.

د وطن ورځپاڼې ” د استانبول د اسهامو بازار ریکارډ جوړ کړ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د اسهامو په بازار کې د حصو او سهمیو  بیې په ډیره  چټکه توګه د پرمختګ په حال کې دي.

په ترکیه کې  د اقتصادي  ودې  سره  سم  د اسهامو په بازارونو  هم  د اعتماد کچه  د پام وړ لوړه شوې ده . د استانبول د اسهامو په بازار کې  د حصو بیه  پرون تر ټولو  لوړې  کچې ته  ورسیده.



اړوند خبرونه