په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۷۹۱ میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه د عثماني امپراتورۍ او اتریش او هنګري د امپراتورۍ ترمنځه د زیشتوي سولې معاهده لاسلیک شوه.
////////////////
د ۱۸۵۹ میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه د ناروې نامتو لیکوال کنوت خامسون چې د ولګې په نامه د کتاب سره په نړۍ کې ځانګړی شهرت پيدا کړ وزیږید.
///////////////
د ۱۹۱۴ میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه انګلستان د جرمني پر خلاف جګړه اعلان کړه.
//////////////
د ۱۹۶۱ میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر باراک اوباما د هوايي ټاپوګانو نه د هونولولو په ښار کې وزیږید.
//////////////
د ۱۹۷۱ میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه د اروپا د اقتصادي ټولنې ګډ بازار ته د تیریدو پروتوکول نافذ شو.
//////////
د ۱۹۷۶ میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه د اسپانیا پاچا خوان کارلوس د سیاسي بندیانو د بښولو سره د فرانسو د رژیم نه وروسته د نوي اساسي قانون بهیر پیل کړ.
///////////////
د ۲۰۰۵ میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه د ترکیې نامتو فلم جوړونکي، سناریست او لیکوال صفا اونال د ۳۹۵ فلمونو لپاره د سناریو ګانو د لیکولو له امله نوم د ګینس د ریکاډونو په کتاب کې ثبت شو.
//////////////
د ۲۰۰۸ میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه په هندوستان کې د هیماچال په ایالت کې د نیانا دیوي په مندر کې د ګڼې ګوڼې له امله ۱۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.