په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

د ۱۸۲۱ میلادي کال  د جولای په ۲۳ مه نيټه  د مورا  د عصیان پر خلاف یونانیانو د مونیموسیا  ښار  ونیو او ۳۰۰۰ تنه ترکان يي په قتل ورسول.

/////////

د ۱۸۲۹ میلادي کال  د جولای په ۲۳ مه نيټه   ویلیم اوستین برت  د لومړي ځل لپاره د ټایپ ماشین کشف کړ.

//////////////

د ۱۹۱۹ میلادي کال  د جولای په ۲۳ مه نيټه   د ایروزوم  ښار کانګره پيل شوه. مصطفی کمال اتاترک ددې کانګرې د رئیس په توګه وټاکل شو.

////////////

د ۱۹۲۹ میلادي کال  د جولای په ۲۳ مه نيټه   په ایټالیا کې فاشیست حکومت د بهرنیو کلمو په کارولو بندیز ولګو.

/////////////

د ۱۹۳۹ میلادي کال  د جولای په ۲۳ مه نيټه   د هتای اداره  د ترکیې حکومت ته وسپارل شوه.
//////////////

د ۱۹۵۲ میلادي کال  د جولای په ۲۳ مه نيټه   به مصر کې د جمال عبدالناصر په مشرۍ د ازاده افسرانو غورځنګ د شاه فاروق  واکمني رنګه کړه  او واک يي په لاس کې نیو.

//////////

د ۱۹۶۳ میلادي کال  د جولای په ۲۳ مه نيټه   فرانسې په اټومي  ازموینو د محدودیت لګولو  په خاطر  په مسکو کې  جوړه شوې د اټومي ازمایښتونو  د منع کولو په معاهده کې ګډون  رد کړ.

////////////////

د ۱۹۸۳ میلادي کال  د جولای په ۲۳ مه نيټه   په سریلانکا کې  بودیستانو نږدې  ۳۰۰۰ تنه تاملیان  په قتل ورسول. تر ۴۰۰۰۰۰ تنو ډیر تاملیان  ګاونډیو هیوادونو ته  وتښتیدل. دا پیښه کې د سریلانکا په تاریخ کې د تورې جولای میاشتې په توګه ثبت شوې ده .



اړوند خبرونه