په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۸۶۱ میلادي کال د جون په ۲۵ مه نیټه د عثماني امپراتورۍ ۳۱ م پاچا سلطان عبدالمجید په ۳۸ کلنۍ کې توبرکلوز یا سل ناروغۍ له امله وفات شو.
//////////////
د ۱۹۴۰ میلادي کال د جون په ۲۵ مه نیټه د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال فرانسویانو د جرمني د شرایطو په منلو سره جرمني ته تسلیم شول.
///////////
د ۱۹۵۰ میلادي کال د جون په ۲۵ مه نيټه د کوریا جګړه پيل شوه. دا جګړه چې د شمالي او سویلي کوریا ترمنځه پیل شوه وروسته پکې د امریکا او متحدینو يي او د شوروي اتحاد او چین د ګدون سره په نړۍوالې جګړې بدله شوه.
/////////////////
د ۱۹۹۱ میلادي کال د جون په ۲۵ مه نيټه کروشیا او سلوانیا د یوګوسلاویا نه خپلواکي ترلاسه کړه او د خپلواکۍ اعلان يي وکړ.
/////////////////////
د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون په ۲۵ مه نيټه د پاپ موسیقۍ افسانوي سندر غاړي مایکل جکسن د قلبي سکتې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ.