راځۍ چې وګورو چې نن په تاریخ کې کومې مهمې پیښې رامنځته شوي دي.
راځۍ چې وګورو چې نن په تاریخ کې کومې مهمې پیښې رامنځته شوي دي.
عثماني امپراتورۍ د ۱۵۲۲ میلادي کال د جنوري په ۲۱ مه نيټه د ایژې د سمندر د ۱۲ ټاپوګانو تر ټولو لوی د رودوس ټاپو فتحه شوه. دا ټاپو ۴۰۰ کاله د عثماني امپراتورۍ تر حاکمیت لاندې پاتې شوه.
////////////////
د ۱۷۹۳ میلادي کال د جنوري په ۲۱ مه نیټه د فرانسې د شاهي خاندان ۱۶ م پاچا اعدام کړی شو. د فرانسې پاچا لویس وطن ته په خیانت تورن شوی وو. د هغه نه سر پرې کړی شو.
/////////////
د ۱۹۵۰ او ۵۱ مو کلونو ترمنځه د شمالي او سویلي کوریا ترمنځه په جګړه کې د ټپي شوي ترکي سرتیرو لومړۍ ډله د ۱۹۵۳ میلادي کال د جنوري په ۲۱ مه نيټه پلازمينې انقرې ته راورسیده.
////////////////
د ۱۹۵۴ میلادي کال د جنوري په ۲۱ مه نيټه امریکا متحده ایالتونو لومړنۍ په اټومي وسلې سمبال تحت البحبري کښتۍ سمندر ته ښکته کړه.
//////////////
د ۲۰۱۲ میلادي کال د جنوري په ۲۱ مه نيټه په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره د څیرې د بدلولو عملیات ترسره شو.
د ترکیې نامتو جراح عمر اوزکان او د هغه کاري ډلې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د مخ د څیرې د بدولو عملیات په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو.
دا عملیات د ترکیې د اقدینیز پوهنتون په روغتون کې ترسره شو.