راځۍ چې وګورو چې نن ورځ په تاریخ کې کومې مهمې پيښې رامنځته شوي دي.
راځۍ چې وګورو چې نن ورځ په تاریخ کې کومې مهمې پيښې رامنځته شوي دي.
د انګلستان مشهور د برتش موزیم د ۱۷۵۹ کال د جنوري په ۱۵ مه نيټه د نوموړي هیواد په پلازمینه لندن کې پرانیستل شو.
د ویلو ده چې په ۱۷۵۳ م میلادي کال کې د انګلستان حکومت د نوموړي هیواد د نامتو طبیب او ختیځ پيژندونکي سیر هانس سلوان لخوا د راټولو کتابونو ، قلمي اثارو او د ختیځ د تاریخ اړوند د مهمو تاریخي عناصر د پیریدو نه وروسته د برتش موزیم د جوړولو پریکړه وکړه. وروسته دا موزیم د انګلستان د خلکو د مرستو، میراثونو او بخششونو په پایله کې د راټولو شوو کتابونو ، قلمي اثارو، سکو او داسې نورو مهمو تاریخي توکو سره د نړۍ تر ټولو په مهم او بډایه موزیم بدل شو. برتش موزیم په ۱۸۴۷ کال کې اوسنې ودانۍ ته کډه وکړه.
///////
د ۱۸۹۲ کال د جنوري په ۱۵ مه نیټه د کاناډا ډاکټر جیمز نایسمیت لخوا د باسکتبال قوانین ددې لوبې د زیږیدنې په ځای د امریکا د سپرینګ فیلد سیمه کې خپاره شول. د ویلو ده چې باسکتبال لوبه د کاناډايي ډاکټر جمیز لخوا کشف شوی ده. هغه به دا لوبه په لومړنیو کلونو کې د منډه وهونکو او بیزبالرانو د ژمنیو تمریناتو په خاطر پر هغوې کوله.
/////////////
د ۱۹۵۲ میلادي کال د جنوري په ۱۵ مه نيټه امریکا متحده ایالتونو د شمالي اتلانتیک ناټو په سازمان کې د ترکیې شاملیدل تایید کړل.
///////////
اروپا د کروشیا او سلوانیا خپلواکي په رسمیت د پيژندولو سره یوګوسلاویا د ۱۹۹۲ کال د جنوري په ۱۵ مه نیټه پارچه پارچه شوه.
///////////
د ترکیې تر ټولو نامتو د فوټبال لوبډله ګالاتا سرای د ترک تیلیکام ارینا په نامه لوبغالی د ۲۰۱۱ کال د جنوري په ۱۵ مه نیټه د ګالاتا سرای او ای اف سي اژاکس لوبډلو ترمنځه د دوستۍ سیالۍ په ترسره کولو سره رسمآ پرانیستل شو.