راځۍ چې وګورو چې نن ورځ په تاریخ کې کومې مهمې پيښې رامنځته شوي دي.
راځۍ چې وګورو چې نن ورځ په تاریخ کې کومې مهمې پيښې رامنځته شوي دي.
د ۱۸۹۸ میلادي کال د جنوري په ۱۴ مه نيټه نامتو انګلیس لیکوال چارلس لوټیوج ډوډسن مشهور په لیویس کارلو د سینه بغل ناروغۍ له کبله ژوند د لاسه ورکړ. نوموړی نامتو ریاضي دان او ډیر ښه عکاس هم وو. همداشان د منطق په برخه کې هم ډیر مهم اثار لیکلي دي.
/////////////
د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک د مور زبیده خانم د ۱۹۲۳ کال د جنوري په ۱۴ مه نيټه د ترکیې ایزمیر په ولایت کې ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې. زبیده خانم د ایزمیر ولایت د کارشي یاکا په ولسوالۍ کې خاورو ته سپارل شوې ده .
/////////
د ترکیې نامتو سوداګر وهبي کوچ چې په ۱۹۱۷ کال کې د پلار لخوا ورته د کوچني دوکان چې د بوټانو مزي، بوره، پنیر او زیتون په څیر توکي به يي پکې خرڅول تجارت پيل کړی وو او بیا د ترکیې تر ټولو په لوی سوداګر بدل شوی وو د ۱۹۸۷ کال د جنوري په ۱۴ مه نيټه د تجارت د نړۍوالې خونې لخوا د نړۍ په کچه د کال تر ټولو د غوره سوداګر جایزه ترلاسه کړه. وهبي کوچ په ۱۹۹۶ کال کې ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.
//////////////
د اروپا د فضايي چارو د اژانس او ناسا لخوا په ګډه جوړه شوې فضايي کشفي سفینه هګنس د ۲۰۰۵ کال د جنوري په ۱۴ مه نيټه لمر ته تر ټولو نږدې د شپږمې سیارۍ ساتورن اړوند په تیتان ستوري کې ښکته شوه. د ویلو ده چې تیتان ستوری چې لمر ته تر ټولو د نږدې ستوري په توګه یادیږي په ۱۶۶۵ کال کې د هالنډ ستور پيژندونکو لخوا کشف شو.
/////////////
د ۱۹۹۲ میلادي کال د جنوري په ۱۴ مه نیټه د ترکیې او اذربایجان ترمنځه په رسمي ډول سره ډیپلوماتیکي اړیکې پيل شوې. همداشان ترکیه لومړی هیواد وو چې د ۱۹۹۱ میلادي د نوامبر په میاشت کې اذربایجان د مستقل او ازاده هیواد په توګه په رسمیت وپیژنده. د ویلو ده چې ترکیه د هغه نیټه نه تر ننه پورې په نړۍ کې د اذربایجان تر ټولو قوي ملاتړ کوونکی دی.