د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

1106828
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

 

د چین د شینهوا خبري اژانس : د ترکیې د احصایې ادارې  د دسمبر په لسمه نیټه  د خپور کړي  راپور له مخې  د ترکیې  اقتصاد د روان میلادي کال په دریمه ربع کې د تیر کال همدې ربع سره په مقایسه کې  یو عشاریه ۶ سلنه وده کړې ده.

د اسپانیا د یورپ پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د دسمبر په لسمه نیټه  د تیرې دوشنبې پر ورځ د بشري حقونو د نړۍوال تړون  د منل کیدو د ۷۰ یمې کیزې  په مناست په جوړو شوو مراسمو کې  وینا وکړه. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  نن ورځ په نړۍ کې داسې هیواد شتون نلري چې ترکیې ته د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او ازادۍ په برخه کې  د درس ورکولو هڅه وکړي.

د جرمني  د دویچه ویلې نشراتي ارګان : ترکیې  د چاپیریال د ککړتیا پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې  د پلاستیکي خلتو د مصرف د کچې د ټیټولو او په کلاره کلاره  د منځه وړو په خاطر  د نوي کال  نه په اعتبار سره په مارکیټونو کې  وړتیا خلتو ورکول پایته رسیږي. د نوي کال نه په اعتبار سره  د مشتریانو د غوښتنې په صورت کې  د پيسو په بدل کې  ورکول کیږي.

د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  د جمال قاشقچي د جنایت په اړه  د  تحقیقاتو په خاطر  د ملګروملتونو سازمان سره  خبرې کړي دي.

د اذربایجان  تریند خبري اژانس : د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ارمنستان  د ترکیې سره د اړیکو د نورمالولو  په خاطر لومړی  باید  د اذربایجان د اشغال کړې خاورې نه ووځي.

د ایران د مهر خبري اژانس : د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې  امریکا باید  د ترکیې  د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزې ته درناوی وکړي ځکه چې  د دواړو هیوادونو ترمنځه  اتفاق  او قوي اړیکو په خاطر  دا یوه اړینه مسئله ده.

د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس : د روسیې  هوا پیژندونکي  د ترکیې د هوا پیژندونکو سره د اټومي ساعت په جوړولو کې چې زمان تر ټولو  په دقیقه توګه  اندازه کوي  مرسته کوي.

دا پروژه به  روسیې د تخنیک فزیک، هوا پیژندنۍ  انیستیتیوت او راډیو تخنیک د ادارې لخوا د ترکیې د هوا پیژندنۍ د ملي  انیستیتیوت لپاره  جوړه کړي.

د اذربایجان د اذر تاج خبري اژانس: د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د ترکیې د کرنۍ او ځنګلونو د چارو د وزیر بکر پیک دیمیر په مشرۍ هیت  حضور ته قبول کړ.

په لیدنه کې دواړو خواوو د نوامبر په ۱۱ مه نیټه  په پلازمینه باکو کې جوړ شوي  د ترکیې او اذربایجان د ګډې سوداګریزې غونډې په اهمیت  خبرې وکړې.نوموړو وویل چې  دا غونډه به د دواړو هیوادونو ترمنځه  همکاریو د پراختیا په برخه کې هم  ډیره مرسته وکړي.

د ایټالیا د انسا خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د څو ورځو په دننه کې به  په سوریه کې د فرات سیند ختیځ لوري ته  د ترهګرو پر خلاف پوځي عملیات پیل کړي.



اړوند خبرونه