د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

1076026
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

 

د فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د جمال قاشقچي په جنایت کې لاس لرونکي  او د هغوې همکاران ټول باید  د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

د جرمني د ډي پ ای خبري اژانس :  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  جمال قاشقچي  جنایت د مخکنې پلان  شوی  جنایت دی.

د ایټالیا لا ستامپا ورځپاڼې : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سعودي عربستان په پاچا ملک سلمان  غږ وکړ چې  د جمال قاشقچي  د جنایت مجرمین  باید  په استانبول کې محاکمه کړی شي.

د  امریکا  د اسوشیتید پرس  خبري اژانس : د سعودي عربستان لوی څارنوالۍ  پرون اعلان وکړ چې د ترکیې د استخباراتو نه  د ترلاسه شوو  اسناد ا شواهدو له مخې جمال قاشقچي  جنایت  له مخکې پلان  شوی وو.

د چین د شینهوا خبري اژانس :  د ترکیي د ولسمشر ویاند  ابراهیم  قالن  وویل چې  ترکیې  د سوریې د مسلې د حل په خاطر  د روسیې، فرانسې او جرمني مشرانو ته  د اکتوبر په ۲۷ مه نيټه  په څلوراړخیزه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده . دا غونډه به  د اکتوبر په ۲۷ مه نيټه  جوړه شي.

د ایران د ایسنا  خبري اژانس : د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې  د سوریې د ادلب  په ښار کې د ملکي میشتو سیمو نه  ټولې درندې وسلې  ویستل شوي دي.

د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکېې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې  یونان  د ترکیې د انرژۍ په تحقیقاتي  کښتۍ  مداخله کړې ده. هغه وویل چې ترکیه به ددینه وروسته  یونان ته د دا ډول مداخلو  اجازه ورنکړي.

د روسیې د ریا نویستي ورځپاڼې : د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  د ایژې په سمندر کې  د دواړو خواوو د تفاهم  او تړون نه پرته به هیچا ته  د ګام  اوچتولو اجازه هم ورنکړي.

ترکیې  د همدې مسلې په اړه  د یونان سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته رااحضار کړی وو او هغه ته يي دا خبره  په مخامخ توګه وکړه.

د جرمني د ډي پ ای  خبري اژانس:  ترکیې  ویلي دي چې  د روسیې نه  پیرودل شوو  اس ۴۰۰  دفاعي توغندیو د سیسم  د نصبولو چارې به  د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر د میاشتنې نه په اعتبار سره  پیل کړي.

د جاپان اقتصادي نیهون کیزای شیمبون ورځپاڼې : د ترکیې استخباراتو  ۳ کاله مخکې په سوریه کې  د داعش ترهګرې ډلې لخوا تښتول شوی  جاپاني  خبریال  د داعش ترهګرې ډلې د منګولو نه وژغورو  او ترکیې ته راوسته. جاپاني  خبریال وروسته خپل هیواد ته واستول شو.

د روسیې غږ راډیو: د ترک جریان  د ګازو د نللیکې پروژې  د ترکیې د برخې  د وچې نه د تیریدونکي  دویمه نللیکې چارې به  په ۲۰۱۹ کال کې پیل شي.



اړوند خبرونه