د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس
د ایران د ایرنا خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې اروپا د سوري کډوالو سره د مرستې اړوند په ژمنو عمل ندی کړی. دا ټول دروند بار د ترکیې په اوږو پاتې شوی دی.
د ایران د فارس خبري اژانس : د ترکیې د ملي شورا رئیس بنعلي ییلدرم د یو ستر هیت په ملګرتیا اوزبیکستان ته سفر کړی دی. د ترکېې د ملي شورا مشر د اوزبیکستان د مشرانو جرګې مشر نعمت الله یولداشیوف سره ولیدل. همداشان هغه د اوزبیکستان د ولسمشر او نورو چارواکیو سره هم لیدنې وکړې. په لیدنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو په پرمختګ خبرې شوي دي.
د جاپان د سانکي شیمبونو ورځپاڼې : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابې سره په نیویارک کې د ملګروملتونو سازمان د ۷۳ یم عمومي اجلاس په چوکاټ کې لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د دواړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي شراکت د تړون د هر څه ژر په لاسلیکولو هم خبرې وشوې.
د ایټالیا د انسامید خبري اژانس : ترکیې تیره اوونۍ ۵۹۷۹ تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راننوتي ول او اروپايي هیوادونو ته د تلو هڅه کوله نیولي دي. ددوې له جمع نه ۷۹۱ تنه په سمندر کې او پاتې په اوچه کې نیول شوي دي.
د روسیې د کامرسانت ورځپاڼې : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې په پوله کې به د ترهګرو ډلو ځالو جوړولو ته اجازه ورنکړي.
د امریکا د اسوشیتید پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو ۷۳ یم عمومي اجلاس ته په وینا کې وویل چې « ملګروملتونو سازمان په بې کفایتۍ او ناکامۍ کې نوم ویستی دی. د ملګروملتونو سازمان په ساختار کې د جدي اصلاحاتو او ژور بدلون د نه راوستو په صورت کې ، په ځانګړې توګه د ملي امنیت شورا په ساختار کې د اصلاحاتو د نه راوستو په صورت کې هغه کوم ذره اعتماد او باور چې پاتې دی هغه هم به د لاسه ورکړي. ځکه چې نن ورځ د ملګروملتونو د امینت شورا یواځې د ۵ دایمې غړیو هیوادونو ګټو ته په خدمت کوونکي بڼسټ بدله شوې ده . »
د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د ګډون په خاطر نیویارک ته سفر کړی وو هلته خبري رسنیو ته په ترکیه کې د زنداني امریکايي راهب په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې امریکايي راهب اندریو برنسون د ترهګرو سازمانونو سره د اړیکو درلودو په تور نیول شوی وو چې اوس په خپل کور کې نظر بند لاندې قرار لري. هغه وویل چې د هغه په اړه هر ډول پریکړه د محاکمو کار دی. او دا پریکړه هم د محکمې لخوا شوې ده .
د اسپانیا د ای بي سي نشراتي ارګان : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو سازمان عمومي اجلاس ته په وینا کې د سوري کډوالو په برخه کې په نړۍوالې ټولنې د هیڅډول مرستې نه کولو له امله سختې نیوکې وکړې. ولسمشر اردوغان په اروپايي ټولنې هم سختې نیوکې وکړې.
د قطر د الجزیرې تلویزیون : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رویټرز سره په مرکه کې ویلي دي چې په سوریه کې د بشار اسد په موجودیت کې د سولې او ټیکاو راتګ ناممکنه دی.
د اذربایجان د بیزم یول خبري اژانس : اذربایجان او ترکیې د پوځي همکاریو په لا پراختیا او ودې خبرې وکړې.
د چین د شینهوا خبري اژانس : بري ته تللې لار په نامه چینايي کتاب ترکي ژباړه د سپټمبر په ۲۵ مه نیټه بازار ته عرضه شو.