په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

216545
په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس


د اذربایجان د ایکپرس خبري اژانس ( سرکیسیان ته د انقرې ځواب ) د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند ابراهیم کلین د ترکیې په اړه ارمنستان د ولسمشر سرژ سرکیسیان د څرګندونو په ځواب کې وویل چې ترکیه به د تاریخي پیښو په اړه د یو پلوو سیاستونو او پارونکو اقداماتو پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړي. ابراهیم کلین ویلي دي چې ترکیې د ارمنستان سره د اړیکو د نورمالولو په خاطر تل ډیر مهم ګامونه پورته کړي دي چې له بده مرغه د ارمنستان لخوا هیڅګام هم ندی پورته شوی .
ویاند وویل چې له بده مرغه چې د ارمنستان حکومت نه د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د سیاسي حسابونو نه لرې والې غوره کوي او نه هم د بره قره باغ اشغال ته. که چیرې دوی پدې دوه مسایلو کې د سیاسي حسابونو نه لاس په سر شي د ترکیې او اذربایجان سره به يي اړیکې ښې او په سیمه کې به د سولې او ثبات سره هم مرسته وکړي.
د ارمنستان د حکومت دا چلند په اصل کې تر ټولو زیات پخپله ارمنستان او ارمنیانو ته زیان رسوي.
د اژانس فرانس پرس خبري اژانس ً ګازپورم د ګازو د نوې نللیکې سیمه معلومه کړه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د روسیې د ګازو پورم د شرکت ریس د ترکیې د انرژۍ د وزیر تانر یلدز سره په ګډه ترکیې ته د غځوونکي د ګازو د نوې نللیکې استقامت او کرښه معلومه کړه.
په خبر کې راغلي دي چې د روسیې د ګازو نوې نللیکه به د تورې بحیرې له لارې د ترکیې د لوله بورګاز د ولایت نه د یونان پولو ته وغځوي. په خبر کې راغلي دي چې په سمندر کې به نللیکه د روسیې لخوا او په ترکیه کې وچه کې به د ترکیې لخوا وغځول شي.
د چین رسمي خبري اژانس ً ترکیې ته د ګازو د نوې نللیکې پروژه ً د سرلیک لاندې د روسیې د انرژۍ د امنیت د ټولنې د ریس کوستنتین سیمونف له قوله لیکلي دي چې ترکیې ته د ګازو نوې نللیکه پروژه به د ۸ نه تر لسو میاشتو وروسته عملي شي.
نوموړي ویلي دي ً موږ باور لرو چې ترکیې ته د ګازو د نللیکې پروژه به په ډیره کمه موده کې سرته ورسیږي. د دې پروژې لپاره لومړی یو نیم کال موده ټاکل شوې وه خو زما په اند چې دا پروژه د ۸ نه تر لسو میاشتو پورې د مودې نه وروسته پرې کار پیل شي. د نوموړې نللیکې لومړنۍ برخه کې د سمندر په تل کې تیریږي د روسیې لخوا او د ترکیې برخه چې په وچه کې غځیږي د ترکیې سره په ګډه وغځول شي.
نوموړي وویل چې د ترکیې د بوتاش او روسیې ګازپورم شرکتونو د نللیکې استقامت او سیمه معلومه کړې ده . نوې نللیکه به د شين جریان د نللیکې د ۶۶۰ کیلومتره نه وروسته د ۲۵۰ کیلومترو په اوږوالي سره د ترکیې د پاسه د اروپا تر پلولو وغځول شي.
د ګرجستان د پراویلي نیوز خبري اژانس ً د اروپا د انرژۍ په نقشه کې بدلون راځي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د سویلي ګازو د مشورتي شورا لومړنۍ غونډه د فبروري په ۱۲ نیته د اذربایجان په پلازمینه باکو کې ترسره کیږي.
پدې غونډه کې به د ګرجستان ، ترکیې، یونان ، بلغاریا، البانیا او ایټالیا استازي ګډون وکړي. د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف ویلي دي چې د سویلي ګازو د پروژې په مسله کې د کروشیا او مونتینګرو د هیوادونو سره هم تفاهم کړی دی . علیوف ویلي دي چې ددې پروژې سره به د اروپا د انرژۍ په نقشه کې جدي بدلونونه راشي.
د جرمني د دویچه ولي راډیو د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته ځای ورکړی دی .
د جرمني د کورنیو چارو وزیر د دویچه ولي راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې ً موږ د کلونو کلونو راهیسې د ترکیې سره نږدې همکاري لرو. ترکیه د ناټو د سازمان یو ډیر مهم شریک هیواد دی او اوس هم یو شمیر الماني سرتیري په ترکیه کې شتون لري.
د همدې امله د ترکیې او جرمني د استخباراتو او امنیت ادارو ترمنځه جدي همکاري شتون لري. د ویلو ده چې دواړه هیوادونه په متقابله توګه د یو بل مرستې ته اړتیا لري. د بیلګې په توګه ترکیه غواړي چې د هغه کسانو په اړه چې ددوی امنیت ته ګواښ جوړوي معلومات ترلاسه کړي. د دواړو هیوادونو ترمنځه جدي همکاري شتون لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه