د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې په غزه کې د اوربند د دوام په اړه هیڅ تضمین نشته.
ډونلډ ټرمپ د خپل کار په دفتر کې د بعضو اجرایوي فرمانونو د لاسلیک مراسمو وروسته د روانو مسلو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
2236997

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په غزه کې به اوربند دوام ومومي او که نه ؟ وویل ، " ددې تړون د دوام په اړه کوم تضمین شتون نلري، موږ هیڅ ډاډ نه لرو چې دا تړون به دوام وکړي."
ټرمپ وویل چې نن به په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وګوري، او زیاته یې کړه چې دوی به د سیمې د وضعیت په اړه په ټولو مسلو بحث وکړي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اشغال شوی لویدیځه غاړه به د اسرائیلو سره یوځای شي، وویل ، نه غواړي د دې مسلې په اړه خبرې وکړي مګر ویې ویل چې "اسرائیل په منځني ختیځ کې ډیره لږه خاوره لري."