چین په ځینو امریکايي توکو د اضافي ګمرکي تعرفې د لګولو نه خبر ورکړ

چین د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا پر چینايي توکو د اضافې ګمرکي تعرفو د لګولو په غبرګون کې په ځینو امریکايي توکو د اضافي ګمرکي تعرفې د لګولو پریکړه وکړه.

2237050
چین په ځینو امریکايي توکو د اضافي ګمرکي تعرفې د لګولو نه خبر ورکړ

چین د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا پر چینايي توکو د اضافې ګمرکي تعرفو د لګولو په غبرګون کې په ځینو امریکايي توکو د اضافي ګمرکي تعرفې د لګولو پریکړه وکړه.

د چین د مالیې وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا څخه د خامو تیلو، کرنیزو تجهیزاتو، لوړ اخراج لرونکو موټرو او لاریو په ګډون د محصولاتو په اړه به ۱۰ سلنه اضافي ګمرکي محصول ولګول شي، او د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو په اړه به ۱۵ سلنه اضافي ګمرکي محصول ولګول شي.

وزارت یادونه وکړه چې اضافي مالیې به د فبروري له ۱۰مې نیټې څخه نافذ شي.

د چین د  سوداګرۍ وزارت دا هم اعلان وکړ چې امریکا ته به د مهمو منرالونو لکه ټنګسټن، ټیلوریم، بسموت او مولیبډینم صادرات کنټرول شي.

د چین د بازار د تنظیم دولتي ادارې اعلان وکړ چې د امریکا د انټرنیټ شرکت ګوګل په اړه یې د انحصار ضد مقرراتو د سرغړونې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ په لومړۍ نیټه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې له کاناډا او مکسیکو څخه په وارداتو ۲۵ سلنه اضافي تعرفه او له چین څخه په وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه ولګول شوه.

سپینې ماڼۍ وویل چې په چین باندې د تعرفې زیاتوالی د فینتانیل د کنټرول په برخه کې  د چینایي چارواکو د ناکامي ده.

د چین "د فکري ملکیت غلا، د ټیکنالوژۍ جبري لیږد او نور غیر معقول چلند" او همدارنګه "له چین څخه د غیرقانوني مهاجرت زیاتوالی، په شمول د هغو کسانو چې د ترهګرۍ د څارنې په لیست کې شامل دي" د اضافي مالیې د دلیلونو په توګه یاد شوي.

ټرمپ اعلان وکړ چې هغه به په کاناډا او مکسیکو باندې د تعرفو پلي کول د یوې میاشتې لپاره وځنډوي په بدل کې به یې دواړه هیوادونه خپل سرحدي کنټرولونه سخت کړي، مګر د چین لپاره هیڅ ځنډ شتون نلري.



اړوند خبرونه