چین د پاناما په کانال کې هر ډول نفوذ او لاسوهنه رد کړه
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي، فو کانګ، وویل ، هغه ادعاوې چې چین د پاناما کانال اداره کوي "بې اساسه" دي.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي، فو کانګ، وویل ، هغه ادعاوې چې چین د پاناما کانال اداره کوي "بې اساسه" دي.
فو په روانه میاشت کې چین ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوره یي ریاست له سپارلو وروسته په ملګرو ملتونو کې یوه مطبوعاتي غونډه وکړه.
فو په غونډه کې د امریکا او چین د اړیکو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال، د ټرمپ دا ادعا رد کړه چې چینایان د پاناما کانال چلوي، او ویې ویل، "زه فکر کوم چې د چین پر وړاندې دا تور په بشپړه توګه بې اساسه دی."
فو وويل "اجازه راکړئ چې په دې ټينګار وکړم چې چين د پاناما کانال په مديريت او عملياتو کې برخه نه اخلي او هيڅکله يې په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې. چين د کانال په اړه د پاناما حاکميت ته درناوی کوي او کانال د يوې دايمي، بې طرفه نړيوالې لارې په توګه پيژني."
ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۰مه د ولسمشر په توګه د لوړې له کولو نه وروسته په خپله لومړۍ وینا کې، د "پاناما کانال بیرته اخیستلو" مسلې ته هم اشاره وکړه، کوم چې هغه مخکې راپورته کړی وه. هغه وویل چې "چین د پاناما کانال چلوي او اداره کوي. موږ دا کانال چین ته نه دی ورکړی. موږ دا پاناما ته ورکړی وو او موږ یې بیرته ترینه اخلو."
اړوند خبرونه

ټرمپ : هر څه ژر به د روسیې د ولسمشر پوتین سره لیدنه وکړم.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به هر څه ژر لیدنه وکړي.