اروپايي ټولنې مشران د روسیې او امریکا د ګواښونو په اړه بیړنۍ غونډه کوي

د اروپايي ټولنې  مشرانو د ډونلډ ټرمپ په دوره کې خپله لومړنۍ ځانګړې  سرمشریزې غونډه وکړه .

2236846
اروپايي ټولنې مشران د روسیې او امریکا د ګواښونو په اړه بیړنۍ غونډه کوي

د اروپايي ټولنې  مشرانو د ډونلډ ټرمپ په دوره کې خپله لومړنۍ ځانګړې  سرمشریزې غونډه وکړه . اروپايي مشرانو پدې غونډه کې د  اوسني جیوپولټیک په ځانګړي ډول د امریکا  او روسیې له ګواښونو سره د اروپا د دفاع د پیاوړتیا په لارو چارو بحث وکړ.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر انتونیو کوستا د بروکسل په ایګمونټ ماڼۍ کې د غیر رسمي سرمشریزې نه مخکې خبري رسنیو ته وویل چې ،

"دا لومړی ځل دی چې موږ د اروپايي ټولنې د دفاع لپاره ځانګړې غونډه کوو.

کوسټا وویل چې په دې سرمشریزه کې به د دفاعي لومړیتوبونو لکه ،اړین تمویل چمتو کیدل او د موجوده ملګرتیاوو پراختیا په څیر په مسلو خبرې وشي.

کوسټا، وویل چې  د اروپايي اتحادیې کمیسیون د دفاعي ستراتیژۍ په اړه د "سپینه پاڼه" په نوم یو سند چمتو کړی دی. هغې وویل تمه لري چې دا سند، د مارچ په ۱۹مه نیټه اعلان شي، د پریکړو لپاره د چمتووالي په برخه کې د اسانتیا رول ولوبوي.

د سرمشریزې په جریان کې، مشران به په ځانګړې توګه د امریکا سره په اړیکو تمرکز وکړي.

د کاناډا، مکسیکو او چین پر وړاندې د ګمرکي تعرفو په اړه د ټرمپ جامع اقدام، چې هغه د اونۍ په پای کې اعلان کړ، د اجنډا کې بله مسئله وي. همداشان که چیرې  هغه د اروپا پر وړاندې ورته پریکړه اعلان کړي نو څه کیدی شي په اړه به بحث وشي.

د امریکا سره به د اړیکو په اړه هم د ټرمپ د "ډیرو دفاعي لګښتونو" د هڅو او د ګرینلینډ په اړه د اروپايي اتحادیې غړي ډنمارک ته د ګواښونو په شرایطو هم بحث وشي.

د ناټو عمومي منشي مارک روټ او د برتانیا لومړی وزیر کیر سټارمر به هم د سرمشریزې په ځینو برخو کې ګډون وکړي.

په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې، اروپايي ټولنه د روسیې د ګواښونو په وړاندې د خپلو دفاع د پیاوړتیا او د ناټو تر چتر لاندې د امریکا څخه د "دفاعي خپلواکۍ" د یوې ټاکلې کچې ډاډ ترلاسه کولو لپاره د حل لارو په لټه کې ده.



اړوند خبرونه