فرانسې د سوریې پرزول شوي ولسمشر بشار الاسد د نیولو امر خپور کړ.

فرانسې قضايي قوې د سوریې د بعث رژیم د پرزول شوي مشر بشارالاسد د نیولو امر صادر کړ.

2233125
فرانسې د سوریې پرزول شوي ولسمشر بشار الاسد د نیولو امر خپور کړ.

فرانسې د سوریې پرزول شوي ولسمشر بشار الاسد د نیولو امر خپور کړ.

فرانسې قضايي قوې د سوریې د بعث رژیم د پرزول شوي مشر بشارالاسد د نیولو امر صادر کړ.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروټ په خپل ایکس اکاونټ کې په یوه بیان کې وویل "د فرانسې قضايي قوې د بشارالاسد د نیولو امر صادر کړی دی. د رژیم جرمونه، هغه وحشتونه چې ما په صیدنایا زندان کې ولیدل، باید بې سزا پاتې نشي. فرانسه د سوریې د خلکو لپاره د عدالت د تامین لپاره ژمنه ده او لړۍ  به دوام وکړي."

د فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ دفتر  د یوې اعلامیې له مخې، فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ  چې د سوریې الاصله فرانسوي وګړي  د مړینې  په اړه د روانو  تحقیقاتو په چوکاټ کې، چې په ۲۰۱۷ کال کې په سوریه کې مړ شوی وو د جنوري په ۱۶مه د اسد د نیولو امر غوښتنه وکړه .

د فرانسې د قضايي سرچینو د یوې اعلامیې له مخې، د څېړنو مسؤلو قاضیانو د جنوري په ۲۰مه د اسد د نیولو امر په دې دلیل صادر کړ چې هغه د ملکي وګړو په وړاندې د وژنې او قصدي بریدونو له امله په جنګي جرمونو کې ښکیل و.

د فرانسې  او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د جنوري په ۳مه په سوریه کې د بعث رژیم له نسکورېدو وروسته، په پلازمینه دمشق کې د صیدنایا زندان، چې د شکنجې مرکز دی، لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۳ کال د نوامبر په ۱۵مه، هم  د فرانسې یوې محکمې د بشریت ضد جرمونو او جنګي جرمونو د ترسره کولو له امله  د اسد د نیولو امر صادر کړی وو.

محکمې اسد په ۲۰۱۳ کال کې د سوریې په ختیځ غوطه سیمه کې د کیمیاوي وسلو د بریدونو په اړه د بشریت پر ضد جرمونو او په جنګي جرمونو کې په لاس لرلو تورن کړی و.



اړوند خبرونه