د نړۍ یو زیات شمیر مشرانو ټرمپ ته مبارکي وویله
د امریکا نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ د لوړې په کولو سره خپله دویمه دوره رسمآ پیل کړه.

د امریکا نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ د لوړې په کولو سره خپله دویمه دوره رسمآ پیل کړه.
وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه، د نړۍ د مشرانو لخوا یو په بل پسې د مبارکۍ پیغامونه خپاره شول.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټرمپ ته مبارکي وویلوه. هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې "موږ د اوکراین په اړه د امریکا له نوي ادارې سره خبرو اترو ته چمتو یو."
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د امریکا ۴۷م ولسمشر ته مبارکي وویله، او د ټرمپ ولسمشرۍ یې "د نړیوالو ستونزو په ګډون د ډیرو ستونزو د حل لپاره یوه هیله" وبلله.
د انګلستان لومړي وزیر کیر سټارمر ټرمپ ته د مبارکۍ پیغام واستاوه.
د سوریې د نوي ادارې مشر احمد الشرع هم ډونلډ ټرمپ ته مبارکي وویله.
احمد الشرع په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ،
"زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته سترګې په لار یم."
له بلې خوا، اروپايي ټولنې هم ټرمپ ته د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی.
د اروپايي ټولنې عالي استازې کاجا کالاس، په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
" موږ د نړیوالو ننګونو سره په ګډه، د مقابلې لپاره پیاوړي او ډیر باوري یو."
د ناټو عمومي منشي مارک روټ هم ټرمپ ته مبارکي وویله.