ناټو : یو زیات شمیر روسي الوتکو د پولنډ په هوايي حریم تیر وکړ

ناټو د پولنډ هوايي حریم ته د یو زیات شمیر روسي الوتکو د داخلیدو نه وروسته پدې هیواد کې د خپلو مستقر جنګي الوتکو څخه د ناروې د هوايي ځواکونو اړوند ۲ اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو ته د الوتنې ورکولو نه خبر ورکړ.

2231591

د ناټو د متحدو هوايي ځواکونو د قوماندې مرکز (AIRCOM) د خپل ټولنیزو رسنیو پاڼې له لارې په خپور کړي بیان  کې ویلي دي چې د جنوري په ۱۵مه د روسیې ګڼ شمېر الوتکې د پولنډ هوايي حریم ته ننوتې.

په بیان  کې یادونه وشوه چې د روسي الوتکو په مقابل کې په پولنډ کې د مستقرو ناټو الوتکو نه  ۲ اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو الوتنه وکړه.

"د ناروې جټ الوتکو د لومړي ځل لپاره د پولنډ د هوايي حریم څخه په فعاله توګه د دفاع لپاره الوتنه وکړه، چې د ناټو ختیځ اړخ ته د متحدینو ژمنتیا ښیي."

پيوندونه: #پولنډ , #روسیه , #ناټو

اړوند خبرونه