اسپانیا د ۱۳ کلونو ځنډ نه وروسته په دمشق کې خپل سفارت بیا پرانیست .
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر البارس آزاد سوریې ته لومړنی رسمي سفر ترسره کړ.

اسپانیا د ۱۳ کلونو ځنډ نه وروسته په دمشق کې خپل سفارت بیا پرانیست .
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر البارس آزاد سوریې ته لومړنی رسمي سفر ترسره کړ.
په سوریه کې د اسپانیې سفارت د ۱۳ کلونو ځنډ وروسته بیا فعال شو. د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزې مانویل البارس چې د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته دې هېواد ته لومړی رسمي سفر کړی ، په دمشق کې د اسپانیا سفارت پرانیست. هغه دلته په خپلو څرګندونو کې وویل چې ، "د اسپانیا بیرغ بیا پورته کول د سوریې د راتلونکي لپاره زموږ د هیلې او د سوریې خلکو لپاره د یو غوره راتلونکي لپاره زموږ د ژمنتیا نښه ده."
په سوریه کې د اسد د رژیم د ډسمبر له ۸ مې نسکورېدو او د نوي حکومت له پیل وروسته، بهرني هېوادونه خپل سفارتونه بیا پرانیزي. اسپانیا د ۱۳ کلونو ځنډ وروسته په دمشق کې خپل سفارت بیا فعال کړ. د سفارت په ودانۍ کې د اسپانیا بیرغ پورته شو. د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته هېواد ته په لومړۍ رسمي سفر کې د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزې مانویل البارس، د اسپانیا د ملي سرود په غږېدو سره په سفارت کې وینا وکړه.
وزیر البارس وویل، "دا زما لپاره ویاړ دی چې دلته په خپله حاضر یم. د اسپانیا بیرغ بیا پورته کول د سوریې د راتلونکي لپاره زموږ د هیلې او د سوریې خلکو لپاره د یو غوره راتلونکي لپاره زموږ د ژمنتیا نښه ده."
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر البارس سوریې ته د خپل سفر په ترڅ کې په دمشق کې د سوریې د نوې ادارې مشر احمد الشرع سره هم لیدنه وکړه.