د امریکا ولسمشر جو بایډن په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند موافقه د خپلې ډلې بریا وبلله.

جو بایډن پداسې حال کې چې د هغه  څلور کلنې دورې پای ته رسیدو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، د وروستي ځل لپاره په سپینه ماڼۍ کې د امریکا خلکو ته په ژوندۍ بڼه وینا وکړه.

2231207

بایډن د خپلې وینا په پیل کې په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند نه یادونه وکړه، او استدلال یې وکړ چې اوربند د هغه طرحې سره سم دی چې هغه په ​​می میاشت کې وړاندې کړې وه او دا د هغه د ټیم بریالیتوب و.

بایډن د دې په یادولو سره چې دوی د دې مسلې په اړه نوي ادارې ته خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ به دنده پیل کړي، پرته له دې چې نومونه یې واخیستل شي، وویل چې د اوربند کریډیټ د هغه او د هغه د ټیم دی، نه د هغه ځای ناستي ډونلډ ټرمپ.

جو بایډن وویل "دا پلان زما د ټیم لخوا رامینځته شوی او مذاکرات پرې شوي وو او په لویه کچه به د راتلونکي ادارې لخوا پلی شي." "له همدې امله ما خپل ټیم ​​ته وویل چې راتلونکي ادارې ته په بشپړ ډول معلومات ورکړي."

بایډن د دې په بیانولو سره چې د امریکا ډیموکراسي د ټولو ستونزو سره سره لاهم په خپلو خپو ولاړه ده، دوی په څلورو کلونو کې ۱۷ میلیونه نوي دندې رامینځته کړې او په ځانګړې توګه د لوړې ټیکنالوژۍ په برخه کې یې قوي ګامونه پورته کړي دي. هغه د چین سره نړیوالې سیالۍ او د اوکراین په جګړه کې د روسیې پر خلاف د اوکراین نه د خپل قوي ملاتړ یادونه وکړه.

بایډن د "پوځي-صنعتي کمپلیکس" په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډوایټ ایزن هاور خبرداری ته په اشارې سره وویل"زه د ټیکنالوژۍ-صنعتي کمپلیکس د احتمالي ودې په اړه هم اندیښمن یم چې کولی شي زموږ هیواد ته ریښتیني خطرونه رامینځته کړي. نن ورځ په امریکا کې له حد څخه د تیرې شتمنۍ  د ځواک او نفوذ  خاوندان یوه الیګارشي بڼه نیسي." دا زمونږ د هیواد لپاره ډیر خطرناک دی.

بایډن تشریح کړه چې د ټیکنالوژۍ-صنعتي کمپلیکس وده کولی شي د امریکا خلکو ته د بنسټیزو حقونو او ډیموکراسۍ په اړه ګواښ رامینځته کړي.

بایډن وویل، د مصنوعي زیرکتیا په برخه کې پرمختګونه د نن ورځې ټیکنالوژۍ لاره ټاکي.

"موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې مصنوعي زیرکتیا د ټول انسانیت لپاره خوندي او د باور وړ دی. امریکا، نه چین، باید په مصنوعي زیرکتیا کې مخکښ وي."

اړوند خبرونه