وینزویلا حکومت په هالنډ ، فرانسې او ايټالیا ډیپلوماتیک محدودیتونه ولګول
د وینزویلا حکومت د "دښمنانه چلند" او "افراطي ډلو نه د ملاتړ" په تور پر هالنډ، فرانسې او ایټالیا باندې دیپلوماتیک محدودیتونه ولګول.

د وینزویلا حکومت د "دښمنانه چلند" او "افراطي ډلو نه د ملاتړ" په تور پر هالنډ، فرانسې او ایټالیا باندې دیپلوماتیک محدودیتونه ولګول.
د وینزویلا د ملي رسنیو د راپور له مخې، د وینزویلا حکومت له دغو هېوادونو وغوښتل چې په ۴۸ ساعتونو کې د خپلو سفارتونو اعتبار لرونکي دیپلوماتان درېو تنو ته راټیټ کړي.
د وینزویلا حکومت د خپلې دې پریکړې دلیل د هالنډ، فرانسې او ایټالیا له خوا د وینزویلا پر وړاندې دښمنانه چلند او افراطي ډلو نه د ملاتړ په ګوته کړی دی.
د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر ایوان جیل په دې اړه په خپل ټیلیګرام حساب کې ویلي دي چې "وینزویلا به د خپل ثبات، حاکمیت او د سولې او سوکالۍ لار چې په خپلو هڅو یې ترلاسه کړې، د خوندي کولو لپاره د نړیوال قانون سره سم ګامونه پورته کولو ته دوام ورکړي.
جیل زیاته کړه که د هالنډ، فرانسې او ایټالیا د سفارتونو دیپلوماتان د کاراکس د بولیوار میدان څخه له ۴۰ کیلومترو څخه لرې سفر کولو پر مهال ، باید د وینزویلا د بهرنیو چارو وزارت څخه لیکلې اجازه ترلاسه کړي.
جیل ټینګار وکړ چې وینزویلا په ځانګړي ډول د واشنګټن تر اغېز لاندې هېوادونو څخه د ملګرو ملتونو په منشور کې د حاکمیت او د خپل برخلیک د ټاکلو د اصولو درناوی غواړي، او په دې اړه یې خپلې غوښتنې تکرار کړې.