روسیه : اوکراین د لویدیځ نه د ترلاسه کړو اوږد واټنه توغندیو سره د روسیې پر خاوره بریدونه کړي
روسیې ویلي دي چې اوکراین د لویدیځ نه د ترلاسه کړو اوږد واټنه توغندیو سره پدې هیواد کې بریدونه کړي دي.

روسیې ویلي دي چې اوکراین د لویدیځ نه د ترلاسه کړو اوږد واټنه توغندیو سره پدې هیواد کې بریدونه کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د اوکراین لخوا د لویدیځ نه د ترلاسه کړو اوږد واټنه ځمکني تاکتیکي توغندیو سیسټمونو (ATACMS) او "Storm Shadow" کروز توغندیو سره د روسیې په خاوره بریدونو ځواب به خامخا ورکړي.
د روسیې د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د اوکراین له خاورې څخه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره د بریانسک په سیمه کې په روسي ځواکونو د برید هڅه شوې ده.
په بیان کې یادونه شوې چې د روسیې د هوايي دفاعي سیسټمونو لخوا د سیمې په اوږدو کې د امریکا لخوا جوړ شوي۶ ATACMS توغندي، د برتانیا لخوا جوړ شوي ۶ سټارم شیډو توغندي او ۳۱ بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي او له منځه وړل شوي دي. د برید پدې ناکامه هڅه کې هیڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.
په بیان کې راغلي دي چې د تورې بحیرې له پاسه دوه سټارم شیډو توغندي ویشتل شوي، او زیاته یې کړه، "د کیف ادارې کړنې چې د لویدیځ لخوا يي ملاتړ کیږي بې ځوابه به پاتې نشي."
تېر کال، راپور ورکړل شو چې امریکا او انګلستان اوکراین ته اجازه ورکړه چې د روسیې پر خاوره د اوږد واټن ویشتونکو وسلو برید وکړي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې اوکراین څو ځله د ATACMS او سټروم شیډو توغندیو سره د روسیې په خاوره بریدونه کړي دي، او په ځواب کې یې د اوکراین د انرژۍ زیربناګانې د لوړ دقت لرونکو وسلو سره په نښه کړې دي.
اړوند خبرونه

د ګوګل شرکت وروسته اپل شرکت هم په خپلو نقشو کې د مکسیکو خلیج نوم د امریکا خلیج باندې بدل کړ
د ګوګل په تعقیب اپل شرکت هم د خپلو نقشو په اپلیکیشن کې د مکسیکو خلیج نوم په "امریکا خلیج" بدل کړ.