د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د پولیسو لخوا ونیول شو
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول چې څه موده مخکې د پارلمان لخوا له دندې ګوښه شو د پولیسو لخوا ونیول شو.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول چې څه موده مخکې د پارلمان لخوا له دندې ګوښه شو د پولیسو لخوا ونیول شو.
د سویلي کوریا چارواکو وویل یون، چې له دندې ګوښه شوی و، د دسمبر په دریمه نیټه د اعلان شوي پوځي حکومت او بیړني حالت په تړاو د بغاوت په تور نیول شوی و.
په سویلي کوریا کې د ناکراریو وروسته، له ۳۰۰۰ څخه زیات پولیس افسران په پلازمینه سیول کې هغه سیمې ته لاړل چې یون پکې اوسیږي ترڅو هغه ونیسي.
ویل کیږي د یون سوک یول ساتوونکو د هغه استوګنځای ته د امنیتي ځواکونو او مقاماتو د ننوتو مخنیوی کولو.
امنیتي ساتونکي د ډیر زیات مقامت نه وروسته د هغه استوګنځي ته ورسیدل او یون یې ونیو.
امنیتي ځواکونه ددینه مخکې هم د یون د نیولو هڅه کړې وه ، خو د پولیسو او د هغه ساتونکو ترمنځ له نښتې وروسته بیرته په شا شوي وو.
ولسمشر یون سوک یول د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۳مه نیټه په دې دلیل چې اپوزیسیون "د دولت ضد فعالیتونو کې ښکیل دي"، پوځي حکومت او بیړنی حالت اعلان کړ، خو کله چې پارلمان دا پریکړه لغوه کړه، نو هغه اړ شو چې د خپلې پریکړې نه لاس په سر شي او پوځي حکومت يي بیرته منحل کړ.