د چک جمهوریت په موسټ ښار کې په یوه رستورانت کې د اورلګیدنې له امله ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د موسټ ښار د امنیتي مسئولینو په وینا دا اورلګیدنه  په رستورانت کې د ګازو د بخارۍ د چپه کیدو نه وروسته رامنځته شوه. د  اورلګېدنې   له امله شپږ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

2229649

د چک جمهوریت د اور وژنې ادارې د یوې اعلامیې له مخې، له رستورانت او شاوخوا ودانیو څخه ۳۰ کسان ایستل شوي دي. د کورنیو چارو وزیر ویت راکوسان د چک راډیو ته وویل چې د پیښې لامل احتمالاً د رستورانت په مخکینۍ برخه  کې د د ګازي بخارۍ د چپه کیدل وو. د چک راډیو راپور ورکړ چې د اور لګېدو پر مهال په رستورانت کې شاوخوا ۲۰ کسان شتون درلود.

د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

اړوند خبرونه