ټرمپ د روسیې د ولسمشر پوتین سره د احتمالي لیدنې په اړه خبر ورکړ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه سره د لیدنې غوښتنه کړې او دا لیدنه پلان شوې ده.

2228970
ټرمپ د روسیې د ولسمشر پوتین سره د احتمالي لیدنې په اړه خبر ورکړ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه سره د لیدنې غوښتنه کړې او دا لیدنه پلان شوې ده.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ، په فلوریډا کې د خپلې استوګنې په ځای کې

د جمهوري غوښتونکو واليانو سره له لیدنې وروسته مطبوعاتو ته یوه لنډه وینا وکړه.

ټرمپ په خپله وینا کې د روسیې او اوکراین جګړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورسره د لیدنې غوښتنه کړې .

"موږ باید دا جګړه پای ته ورسوو"

ټرمپ وویل چې "هغه (پوتین) غواړي له ما سره وویني؛ موږ دا غونډه تنظیموو. ولسمشر پوتین غواړي وویني، هغه دا په ښکاره ډول ویلي دي. موږ باید دا جګړه پای ته ورسوو، دا یوه ډیره خونړۍ جګړه ده." ټرمپ وویل، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه کړل چې دا غونډه به کله ترسره شي.

ټرمپ مخکې ویلي وو چې غواړي د ولسمشر په توګه له دندې د پیلولو وروسته د روسیې او اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي او د دې هدف لپاره له پوتین سره لیدنې ته چمتو دی.



اړوند خبرونه